ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې د نوروز جشن لپاره چمتووالى نيول شوى

8 Mar 2020 - 15:24
8 Mar 2020 - 15:24

مزارشريف (پژواک، ۱۸کب ۹۸): که څه هم د عامې روغتيا وزير د کرونا ويروس له امله له خلکو د نوروز په مراسمو کې د نه ګډون غوښتنه کړې، خو بلخ ولايت کې د نوروز جشن کمېټه په ياد جشن کې د هېوادوالو د پراخ ګډون هيله لري.

د دوی په خبره، سره له دې چې د کرونا ويروس د خپرېدو وېره شته خو بيا هم د نوروز جشن مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.

د نوروز جشن کمېټه همدا راز وايي چې هر کال د نوي کال په لومړۍ ورځ دغه مراسمو کې شاوخوا دوه سوه زره کسان ګډون کوي او هيله مند دي چې سږ کال به هم په همدې شمېر هيوادوال ګډون وکړي.

خو له بلې خوا په مزارشريف کې يو شمېر هټۍ وال او هوټل لرونکي وايي چې تر اوسه پورې له نورو ولايتونو مېلمانه نه لري.

د دوی په خبره، هر کال به د کب مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته مزارشريف ته د نورو ولايتونو مېلمانه رامات وو؛ خو په وينا يې چې سږ کال تر اوسه هېڅ خبره هم نشته.

نوروز جشن او د ګل سرخ مېله هر کال په مزارشريف ښار کې د لوړو مراسمو په ترسره کېدو جوړېږي چې د حکومت د لوړرتبه چارواکو تر څنګ لسګونه زره کورني او بهرني مېلمانه هم پکې ګډون کوي.

د نوروز جشن د ښه ترسره کېدو په موخه په مزارشريف کې يوه کمېټه هم جوړه شوې چې مشري يې د بلخ والي کوي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د دغه جشن د چمتووالي په اړه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د نوروز مراسمو او ګل سرخ مېلې لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.

هغه زياته کړه چې په مزارشريف ښار کې ټول تدابير نيول شوي او تر راتلونکو ۱۲ ورځو پورې به د نوروز جشن په شانداره مراسمو ونمانځل شي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې کرونا ويروس د خلکو لپاره پر يو جدي ګواښ بدل شوی خو زياته يې کړه چې له دې سره سره بيا هم دوی تصميم لري چې نوروز جشن ترسره کړي.

فرهاد زياته کړه چې د ياد ويروس د مخنيوي په موخه دوی په ښاري کمربندونو او همدا راز د حضرت علي د روضې په انګړ کې د مصوونيت يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.

د بلخ د والي وياند وايي چې د ياد جشن په اړه يې د عامې روغتيا د وزير خبرې اورېدلي؛ خو زياتوي چې د نوروز جشن مراسمو ترسره کېدو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ لارښوونې ورته رسېدلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version