ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د ټول شموله حکومت لومړنۍ دنده له طالبانو سره د مرکچي پلاوي ټاکل دي

9 Mar 2020 - 19:57
9 Mar 2020 - 19:57

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۹۸): عبدالله عبدالله د ژمنتیا له لوړې وروسته وویل چې د سولې په مذاکراتو کې د اسلامي جمهوریت له ارزښتونو دفاع کوي او د سولې لپاره هېڅ ډول مخکې شرط نه لري.

د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې؛ خو پایلې یې شاوخوا څلور میاشتې وروسته اعلان شوې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشزف غني د دغو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ؛ خو عبدالله عبدالله چې د اعلان شوو رایو له مخې په دوهمه درجه کې و، دغه پایلې یې ونه منلې او «ټول شموله» حکومت یې اعلان کړ.

غني نن په ارګ کې او عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې خپل د لوړې مراسم ترسره کړل.

د اشرف غني د لوړې مراسم ، د قاضي القضات له خوا د یوشمېر دولتي چاواکو او بهرنیو مېلمنو لکه د افغان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو د پوځ مشر جنرال سکاټ مېلر او نورو په ګډون ترسره شول؛ خو د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم بیا د کونړ و لسې جرګې د پخواني استازي مولوي شهزاده شاهد له خوا ترسره شول.

عبدالله د لوړې له مراسمو وروسته وویل چې د محمد اشرف غني په مشرۍ یې د نوموړي له ټيم سره ناستو کومه پایله نه درلوده او د ثبات او همپالنې ټيم اړ شو چې د لوړې مراسم ترسره کړي.

هغه دې ته په اشاره چې د ټول شموله حکومت کار سره له ننه څخه پیلیږي، وویل چې په حکومت کې یې ټاکنیزو ډلو، سیاسیونو او ځوانان ته ځای ورکوي او له هغوى څخه ښه ګټه پورته کوي.

نوموړي دې ته په اشاره چې د همپالنې لپاره د افغانستان ټول قومونه په سپېدار ماڼۍ کې د «ټول شموله» دولت تر چتر لاندې راټول شوي دي، زیاته کړه چې د ټاکنو پر وخت یې ژمنه کړې وه چې له درغلۍ رامنځته شوی حکومت به نه مني او په خپله دغه ژمنه ولاړ دی.

هغه ښکاره کړه، په افغانستان کې د تاریخ پاڼه واوښته او خلک باید ډاډمن شي چې په تازه پاڼه کې د افغانستان د خلکو غوښتنه او اراده برخلیک ټاکونکې ده او اوس مهال په داسې موقعیت کې ولاړ یو چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې پر اصلي ټکي ګام پورته کوو

هغه زیاته کړه، که یې په ۲۰۱۴ کال کې د ملي وحدت حکومت نه وای منلی، هېواد د خطر خواته تلو، که اوس له درغلۍ رامنځته شوی حکومت ومني، باید د دیموکراسۍ فاتحه وکړي.

هغه وویل: «موږ د هېواد د تاریخ په اصلي ټکي کې قرار لرو، موږ د ټاکنو پر وخت له خلکو سره ژمنه کړې چې له درغلي څخه رامنځته شوی حکومت نه منو او په خپل دغه تعهد ولاړ یو. د ثبات او همپالنې د ټيم منشور د ۱۳ برخو درلودونکی دی چې د هغه له مخې د ټول شموله دولت کار نن پیلیږي.»

هغه وویل چې ټول شموله دولت باعزته سوله غواړي چې له افغانانو سره د پرمحتګ په لار کې مرسته وکړي.

عبدالله وویل: «په مذاکراتو کې به له اسلامي جمهوري ارزښتونو څخه دفاع کوي. د سولې لپاره هېڅ ډول مخکې شرط نه لرو. له طالبانو غواړو چې د خلکو د سولې غوښتنې موضوع ته دې اخترام ولري او ځانونه مذاکرې ته تیار کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version