ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ سلګونه ښوونکو ته د استوګنې نومرې ورکړل شوې

14 Mar 2020 - 18:31
14 Mar 2020 - 18:31

جلال اباد (پژواک، ۲۴ کب ۹۸): د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ ۸۷۰ ښوونکو ته د استوګنې په موخه د نومرو د وېش لړۍ پيل شوه چې د نومرو تر څنګ به د ښوونکو دغه ښارګوټي کې نور عامه ځايونه هم جوړ شي.

د دغو نومرو د وېش لړۍ د کب په ۲۴مه د ننګرهار والي له لوري پيل شوه چې عملاً يې يو شمېر ښوونکو ته د نومرو اسناد ورکړل.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د ننګرهار شاه محمود میاخېل وویل، د بحراباد په ښارګوټي کې ۱۷۶ جریبه ځمکه د بهسودو ولسوالۍ اړوند ۱۲ سوه ښوونکو لپاره د استوګنې نومرو د ورکړې په موخه ځانګړې شوې ده چې له ډلې يې ۸۷۰ ښوونکو ته د نومرو د وېش لړۍ پيل کړه.

هغه زياته کړه، همدا راز ۳۶۳ نیم جریبه نوره ځمکه په یاد ښارګوټي کې د عام المنفعه ځایونو لپاره جلا شوې چې په کې جوماتونه، ښوونځي، تفریحي پارکونه، روغتونونه، سړکونه، سوداګریزې او نورې چارې شاملې دي .

نوموړي د عامې روغتیا، حج او اوقافو، ښاروالۍ، پوهنې او نورو اړونده ادارو ته لارښوونه وکړه چې په ښارګوټي کې په خپلو برخو کې ژر تر ژره خدمتونه پیل کړي، ترڅو ښوونکو ته د نومرو د ورکړې وروسته په کې د ابادۍ چارې هم پیل کړي .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، تر دې دمه یې په دې ولایت کې د ۱۱ ښارګوټو چارې پیل کړې وې چې یو شمېر یې عملا پرانیستي او د څو نورو کارونه د بشپړېدو په موخه تر تعقیب لاندې دي، خو ډاډ یې ورکړ چې په هیڅ ښارګوټي کې به اجازه ورنه کړي چې له مستحقو کسانو پرته بل چاته نومره ورکړل شي .

د پوهنې رييس حسیب الله شینواري وویل، د بحراباد ښارګوټي ۱۲ سوه نومرې لري چې په نومرو د پچې اچونې په ترڅ کې به ۸۷۰ ښوونکو ته خپلې نومرې ور په ګوته کړي او هیله یې وښوده چې د پاتې نومرو د غصب ستونزه هم ورته اړونده ادارې حل کړي .

هغه زیاته کړه، د بحراباد ښارګوټي نقشه په ټولو معیارونو برابره ده، په کې وړکتونونه، جوماتونه، کلینيکونه، اطفایې، بانک، سوداګریزې، تفریحي او نورې ساحې ډیزاین شوي چې د مسوولینو د همکارۍ له مخې یې ډاډ وښود چې په خپلو برخو کې به عملي چارې پیل کړي .

نوموړی وایي، تر دې مهاله یې په سیاسنګ، اچین ولسوالۍ، ګوریګ او یو شمېر نورو سیمو کې ۴ زره ښوونکو ته د استوګنې په موخه نومرې ورکړي او په نږدې راتلوونکې کې به د کامې، خوږیاڼو، کوټ، رودات او چپرهار ولسوالیو ښوونکو ته هم په ښارګوټو کې د استوګنو نومرو د وېش لړۍ پیل کړي .

د بهسود ولسوالۍ د ښوونکو شورا مشر محمد ګلاب حقیار غوښتنه وکړه چې د ښارګوټي ځمکې په هوارولو او له غصب څخه په ژغورنه کې ورسره همکاري وکړي .

د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن بیا له ښوونکو څخه وغوښتل چې په ورکړل شویو نومرو کې ژر تر ژره چارې پیل کړي، ترڅو یې د غصب مخنیوی وشي او هم دوی ته ورته لومړني خدمتونه پیل کړي .

د ولایتي شورا غړي ډاکټر محمد ناصر کامه وال وويل، ښوونکو ته د دا ډول خدمتونو وړاندې کول هغوی هڅوي چې په ښوونځيو کې زده کوونکو ته د زده کړو بهير غښتلی کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version