ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چخانسوري: د کرونا خپرېدو د مخنیوي لپاره بهرنیانو ته د ویزې ورکړه محدوده شوې

15 Mar 2020 - 19:50
15 Mar 2020 - 19:50

کابل (پژواک، ۲۵کب ۹۸): چارواکو په ایران کې د کرونا ویروس له امله د لسو افغان کډوالو د مړینې خبر ورکړی او وايي، د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بهرنیانو ته افغانستان ته د راتګ ويزې محدودې شوې دي.

کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين خو اوس د نړۍ ١٢٠ هېوادونو ته خپور شوی دی. په افغانستان کې ۱۰ کسان په هرات، درې په سمنګان، يو په کاپيسا، يو دايکنډي او يو هم بلخ کې په دې ویروس اخته شوي دي. له همدې امله په ټول هېواد کې ښوونیز مرکزونه تړل شوي دي.

ولسي جرګې په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرو وروسته نن د عامې روغتیا د وزیر فېروز الدین فېزور، د کورنیو چارو د سرپرست مسعود اندرابي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي، د سرحداتو وزارت د مرستیال فریدون بارکزي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم په موجودیت کې فوق العاده ناسته ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزیر د ولسي جرګې د غړو د هغه اندېښنې په ځواب کې چې ګواکي یاد وزیر د کرونا مثبتې پېښې پټوي، وویل: ((په پټولو ستونزه نه حلېږي، دا یو ټول شموله ویروس دی او موږ د پټولو لپاره څه نه لرو، هغه ټېسټونه چې په مرکزي لابراتوازونو کې اخیستل کېږي، د روغتیا د نړیوال سازمان په تفاهم په نیدرلینډ کې هم ترسره کېږي، د روغتیا نړیوال سازمان یې تر ازموینې لاندې نیسي او پایلې یې ۹۹.۹ سلنه دقیقې دي.))

هغه له ایران څخه هېواد ته د زرګونو کسانو راتګ د یاد ویروس د خپرېدو اصلي لامل وباله او ویې ویل، افغانستان د زېربناوو له مخې د شکمنو کسانو د قرنطین لپاره هېڅ امکانات نه لري.

هغه زیاته کړه: ((نه یواځې موږ بلکې ډېری پرمختللي هېوادونه دغه اسانتیاوې نه لري، قرنطین باید تعریف شي او شکمن کسان باید په ځانګړو خونو او تشنابونو کې قرنطین شي چې دغه ډول امکانات نشته.))

نوموړي له ایران سره د افغانستان د سرحدونو د خلاصېدو په اړه وویل: ((نورو هېوادونو د بهرنیو کډوالو پرمخ خپل سرحدونه تړلي، خو موږ نه شو کولای د هغو افغانانو پر مخ پولې وتړو چې له نورو هېوادونو راستنېږي.))

هغه هرات په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو لپاره خلاصه دروازه وبلله او ویې ویل، په دغه ولایت کې یو سل بستریز روغتون جوړ شوی او ټاکل شوې سل بستریز بل روغتون هم جوړ شي.

د فېروز په خبره، ټکنالوژي او پولي امکانات نه شي کولای د یاد ویروس د خپرېدو مخه ونیسي، خو بیا هم افغان حکومت له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره ۱۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي او ۱۰ میلیون نور یې په احتیاطي ډول په مالیه وزارت کې موجود دي چې د اړتیا پر مهال به ترې استفاده وشي.

هغه د نن په ناسته کې وویل: «ممکن ولسي جرګې د انتان مرکز وي او د ویروس د انتقال سرچینه نه شي، ښه همدا ده چې د ویروس د خپراوي د مخنیوي په موخه، دغه جرګه د څه مودې لپاره تعطیل شي.»

د روغتیا د وزیر دغه غوښتنه د جرګې له خوا ونه منل شوه. استازو وویل چې د جرګې تعطیلول د خلکو اندېښنې ډېروي، ممکن یوشمېر سوداګر له دغه وضعیت څخه په استفادې په احتکار لاس پورې کړي او د توکو بیې لوړې کړي.

د عامې روغتیا وزیر، د حفظ الصحې په مراعاتولو ټینګار وکړ او ويې ویل، په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د هغه د ډېر خپراوي په موخه چمتووالى ډېر شوى دى؛ ځکه چې دغه ولایتونه له ایران سره ګډه پوله لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version