ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې يوشمېرلرغوني اثار د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

19 Mar 2020 - 14:56
19 Mar 2020 - 14:56

پلخمري (پژواک، ٢٩ کب ۹۸): په بغلان کې د لرغونو اثارو اړوند ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې دېرش ځايه تاریخي اثار موجود دي چې د امنیتي ګواښ ترڅنګ يو شمېر يې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي .

د دغه ولايت د اطلاعات او کلتور رييس ذکريا ناصري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه تاريخي آثار ډېرى يې د طالبانو په سيمو کې دي او خوندي نه دي.

ناصري وايي، د مرکزي بغلان ولسوالۍ چم کلا سیمې لرغوني اثار چې موده وړاندې يې يوې ډلې په پټه د کيندنې هڅې کړې وې، د اثارو خوندیتوب په اړه يې اندېښنې لا زیاتې شوې.

هغه زياته کړه، د امنیتي ګواښ ترڅنګ که د يو شمېر اثارو د ځایونو بيارغونه ترسره نه شي، د ويجاړېدو ګواښ يې هم شته چې د ورښت او ځينې نورو طبيعي پېښو له امله به له منځه ولاړ شي.

ناصري وويل، پلخمري د شمرق سیمې لرغوني اثار چې پر غرنۍ ډبره د آس انځورګري شوې، يوه برخه یې درز شوې، اورښت له امله ممکن لا زیاته زیانمنه او بالاخره له منځه ولاړه شي.

د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، د دې مجسمې د بیارغولو په اړه یې  وزارت  سره خبرې کړي خو تر اوسه یې د بیا رغولو په اړه  ګام نه دی اخیستل شوی.

د ده په وينا، د سرخ کوتل سیمې لرغوني اثار چې تر ځمکه لاندې دي  خو دوی يې په اړه ځکه اندېښمن دي چې سیمه تر بل هر وخت ډېره نا امنه شوې او د نا امنیو په ډېرېدو تاریخي اثارو ته هم ګواښ زیاتېږي.

د دغه رياست  د فرهنګ او هنر ساتنې څانګې مسوول عبدالبشیر اظهر وايي، هغه سیمې چې ډېرې ناامنه دي او په کې لرغوني اثار شته، ښکاره ده چې اندېښنې هم زياتې شوي خو دا اندېنښنې تر هغه کچې نه دي چې ګواکې ټول تاریخي اثاربه تالان شي.

هغه پژواک ته وويل، د شمرق سیمې مجسمه کې د پیدا شوي درز په اړه يې له چارواکو سره خبرې کړي لرغونپوهانودمجسمې خاوره له ځانه سره وړې ژرده چې د بیا رغولو کار یې پیل شي .

په بغلان کې ټول دېرش ځایه پخواني اثار شته چې چې مشهور یې، سرخ کوتل، شمرق، زرد کمر او چم کلا سیمې دي چې د کوشاني او ساسانیانو پر واک دلالت کوي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version