ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا له امله پر الوتنو محدودیت د افغانستان هوايي سکتور ته میلیونونه ډالر زیان اړولی

23 Mar 2020 - 14:00
23 Mar 2020 - 14:00

کابل (پژواک، ۳ وری ۹۹): د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له امله افغان هوایي شرکتونو ۱۷ میلیون ډالره تاوان کړی او افغانستان د فضایي حریم عواید په هرو ۲۴ ساعتونو کې اويا زره امریکایي ډالر کم شوي دي.

د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته خپور شوی.

د دغه ویروس لومړۍ مثبت پېښه د تېرې کب میاشتې په پنځمه هرات کې ثبت شوه او اوس د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د کرونا ټولې ۴۰ مثبت پېښې ثبت شوي دي.

هغه تن چې د لومړي ځل لپاره هرات کې پر دغې ناروغۍ اخته شوی و، روغ شوی، خو په بلخ کې پر همدې ناروغۍ اخته یو تن مړ شوی دی.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان «اریانا افغان» دولتي او د «کام ایر» خصوصي هوایي شرکتونو الوتکې ځکه دا مهال یواځي ترکیې، عربي متحده اماراتو او پاکستان ته الوتنې کوي چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه الوتنې بندې شوې دي.

دی وایي چې یادو دوو افغاني هوایي شرکتونو به تاجکستان، ازبکستان، هند، کویټ او سعودي عربستان ته هم پروازنه لرل، خو اوس بند شوي دي.

هغه وایي، له همدې امله په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې اریانا افغان هوایي شرکت شپږ میلیونه امریکایي ډالره او کام اییر خصوصي هوایي شرکت ۱۱ میلیونه امریکایي ډالره تاوان کړی.

دغه را د ده د معلوماتو له مخې، پخوا به د افغانستان له فضايي حریم څخه په هرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۴۰۰ الوتکې تېریدې، خو له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د کرونا د خپرېدو له امله دغه شمېر ٣٠٠ الوتکو ته را ښکته شوی دی.

ده د جزئیاتو ورکولو پرته وویل چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره د افغانستان په حریم کې له هرې تېرېدونکې الوتکې ۷۰۰ ډالره اخلي.

دغو شمېرو ته په پام، په یاده برخه کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې عواید په هرو ۲۴ ساعتونو کې اويا زره امریکایي ډالر کم شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version