ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې موټرسایکل بم چاودنې درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

23 Mar 2020 - 11:56
23 Mar 2020 - 11:56

تعقيبي- ګردېز (پژواک، ٤ ورى ٩٩): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د موټرسايکل بم چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او د يوه ملکي وګړي په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د دغه ولايت پوهنتون ته څېرمه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې یوه موټرسايکل بم چاودنه وکړه.

د پکتيا امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل چې يو موټرسايکل د ګردېز- کابل پر لويه لاره درول شوی و، خو کله چې د پوهنتون ساتونکي پوليس د موټرسايکل چِک کولو لپاره ور نږدې شوي، چاودنه يې پرې کړې ده.

دى وايي چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى، يو پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.

کامران وايي، د پېښې په تړاو يې دوه شکمن کسان نيولي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد سيد محمد خان پژواک ته وويل چې يو موټرسايکل پر سړک ولاړ و، يو پوليس سرتېری د بېځايه درېدو علت معلومولو لپاره ور روان و، خو له ور نږدې کېدو سره سم پرې چاودنه وشوه.

خان وويل چې په چاودنه کې يې يو خپلوان چې له ناروغانو سره روغتون ته تللی او پر لار روان و، ټپي شوی دی.

د ګردېز حوزوي روغتون مرستيال مشر ډاکټر اصيل خان ناصري پژواک ته وويل چې له دې پېښې ورته دوه ټپيان ور وړل شوي چې په خبره يې پوليس سرتېری سخت او لاروی سطحي ټپي دی.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د پکتيا پوهنتون مخې ته چاودنه په دوى پورې هېڅ اړه نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version