ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوروز جشن په لغوه کېدو سره د بلخ سوداګر او هټۍ وال زیانمن شوي

24 Mar 2020 - 14:47
24 Mar 2020 - 14:47

مزارشريف (پژواک، ۵ ورى ۹۹): د بلخ د سوداګرۍ خونه، هټۍ وال او د هوټلونو يو شمېر مالکان وايي چې د نوروز جشن په لغوه کېدو سره يې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ۹۰ سلنه زيان ليدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د نورو اقداماتو ترڅنګ په ټول هېواد کې د نوروز جشن او د نوي کال مراسم هم په بشپړ ډول لغوه کړي وو.

اوس په بلخ کې سوداګرۍ خونه، هټۍ وال او د هوټلونو يو شمېر مالکان وايي چې له دې اړخه يې ډېر تاوان ليدلی دی.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي د حمل په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نوروز جشن په لغوه کېدو سره د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د مزارشريف بازار ۹۰ سلنه اقتصادي ضربه ليدلې ده.

د هغه په خبره، هر کال به د نوروز جشن او د ګل سرخ په څلوېښت ورځنيو مراسمو کې لسګونه زره کسان بلخ ته راتلل چې له دې اړخه دغه ولايت ته اقتصادي ګټې هم رسېدلې.

يونسي وويل چې سږ کال هېڅوک مزارشريف ته نه دي راغلي او د بازار کاروبار تقريبا ولاړ دی.

نوموړي زياته کړه: ((هر کال به هوټلونه له مېلمنو ډک وو، په دوکانونو به ډېر بيروبار وو؛ خو سږ کال څوک نه دي راغلي او بازارونه ولاړ دي، زه دا ويلای شم چې له دې اړخه نږدې ۹۰ سلنه اقتصادي زيان اوښتی دی.))

د هغه په وينا، د کرونا ويروس وېره د دې لامل شو چې خلکو ته دغه اقتصادي زيانونه ورسېږي.

عزت الله د مزارشريف ښار د وچې مېوې په منډوي کې دوکان لري.

ده پژواک ته وويل چې هر کال به يې د نوروز له ورځې لس ورځې وړاندې د پلور بازار تودېده چې د جنډې مراسمو تر څلوېښت ورځو پورې به يې دوام کاوه.

نوموړی وايي چې سږني جشن ته يې هم له تېرو څو کلونو راهيسې تياری نيولی وو؛ خو په خبره يې چې هېڅ سودا يې هم ونشوه.

عزت الله وويل: ((له نورو ولايتونو څخه مېلمانه رانغلل او د ښار ډېری خلک په کورونو کې پاتې شول؛ نو ځکه د دوی سودا ونشوه.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version