ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا د مخنيوي په موخه پلخمري کې هوټلونه او حمامونه وتړل شول

24 Mar 2020 - 13:58
24 Mar 2020 - 13:58

پلخمري (پژواک، ٥ ورى ٩٩): د بغلان پوليسو په مرکز پلخمري کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه يو شمېر هوټلونه، حمامونه او ورزشي کلپونه تړلي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت له حکم سره سم په مرکز پلخمري کې د هوټلونو، د ودونو تالارونو، حمامونو او ورزشي کلپونو د تړلو لړۍ له تېرې شپې راهيسې پيل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((دغه کار موږ د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره کړى او دغه کمپاين به له پلخمري ښار وروسته ولسواليو ته هم وغځول شي.))

د بشارت په وينا، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

په ورته وخت کې د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محب الله حبيب پژواک ته وويل، تېره ورځ د ولايت په اداري ناسته کې پرېکړه وشوه چې د دغه ولايت ټول د ګڼې ګوڼې ځايونه بايد وتړل شي.

هغه زياته کړه: ((د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره بايد په هره کچه چې امکان ولري، ګڼه ګوڼه کمه کړو، که دغه کار ونه کړو، ټول به کرونا ويروس اخته شو چې بيا يي مخنيوى ناشونى دى.))

دغه راز د مرکز پلخمري اوسېدونکي فهيم احمد پژواک ته وويل: ((له دغه اقدام څخه موږ هرکلى کوو، دا ډېره ښه خبره ده، بايد د ګڼې ګوڼې مخه ونيول شي، ځکه کرونا يو خطرناکه ويروس دى.))

د يادونې ده، په  بغلان کې تر اوسه د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تر اوسه د کرونا ٤٢ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ٢٠ يې يواځې په هرات ولايت کې دي.

کرونا ويروس شاوخوا درې مياشتې وړاندې د چين هېواد په واهان ښار کې خپور شو چې له هغه وروسته د نړۍ ١٩٠ هيوادونو ته رسيدلى او تر اوسه څه باندې درې سوه زره کسان پر دغه ناروغۍ اخته شوي، له دې شمېرې څخه د پاسه ١٥ زره يې مړه شوي او ګڼ شمېر نور يې بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version