ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د کرونا ۳۲ نورو مثبتو پېښو سره په افغانستان کې یې شمېره ۷۴ ورسېده

24 Mar 2020 - 20:36
24 Mar 2020 - 20:36

کابل (پژواک ٥ ورى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هرات ولايت کې د کرونا ويروس ٣٢ نوې مثبتې پېښې شوې دي.

د دې وزارت وياند وحيد مايار د دغه مطلب د تاييدولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو ٣٢ مثبتو پېښو سره په ټول هېواد کې د کرونا ويرويس د مثبتو پېښو شمېر ٧٤ ته ورسېده.

له بلې خوا د هرات د عامې روغتيا رئيس عبدالحکيم تمنا وايي چې له ٣٢ نويو پېښو سره په دې ولايت کې ټولې ٥٣ مثبتې پېښې شوې دي.

د کرونا ناروغي چې شاوخوا درې مياشتې مخکې په چين کې خپره شوه، تر اوسه د نړۍ ١٨٠ هېوادونو ته رسېدلې او شاوخوا ٣٨٠ زره کسان پرې اخته، ١٦ نيم زره کسان ترې مړه شوي او تر سلو زرو زيات ناروغان بېرته روغ شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزير نن ويل، که د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې خلک د عامې روغتیا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو ١٦ ميليونه هېوادوال ښايي پر دې ناروغۍ اخته شي او څه باندې سل زره به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ده زياته کړه، که څه هم د کرونا ويروس افغانستان کې تر اوسه کنټرول شوى خو د روغتيا نړیوال سازمان له وړاندوینو سره سم به د هېواد اتیا سلنه وګړي پر دې ناروغۍ اخته شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version