ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمیره ۱۷۴ ورسیده

30 Mar 2020 - 21:01
30 Mar 2020 - 21:01

کابل(پژواک، ۱۱ وری ۹۹): د‌عامې روغتيا وزارت وايي چې  هرات ، کندهار، دایکندي او نیمرزو ولایتونو کې ۲۹ نویو پيښو سره  په افغانستان کې پر دې ناروغې د اخته شویو کسانو شمیره ۱۷۴ته ورسیده.

د عامې روغتيا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مايار د وري په یوولسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  په ۲۴ ساعتونو کې د هرات لابراتوار ته ۱۳۶ نمونې وړل شوې وې ، چې له هغې څخه یې ۲۵ مثبتې او پاتې نورې منفي وې.

هغه زیاته کړه، چې د هرات په مثبتو پيښو کې ۱۷ نارینه او اته یې ښځې دي.

د نوموړي په وینا، دغو نویو شمیرو سره د هرات د ناروغانو شمیره ۱۳۱ او په ټول هیواد کې یې شمیره ۱۷۰ ته لوړه شوه.

مایار وایي چې دوه نوې پيښې په کندهار، یوه په نیمروز او دایکندي کې ثبت شوې دي.

د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ١٩٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ نږدې ۷۵۲ زره کسان اخته شوي او ۳۶ زره کسان مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ۱۴۵ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version