ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل – جلال اباد لویه لاره د روغتیا اړونده کسانو او خوراکي توکو پرمخ خلاصه د ه

4 Apr 2020 - 11:25
4 Apr 2020 - 11:25

جلال اباد (پژواک، ۱۶ وری ۹۹) :  د ننګرهار  ولایت وایي چې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د روغتیا اړونده کسانو او خوراکي توکو پر وړلو هیڅ ډول بندیز نشته.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د وري په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې له پرون مازیګر څخه له نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه جلال اباد ښار ته پر راتګ بندیز لګیدلی دی.

هغه زیاته کړه، چې له جلال اباد ښار څخه ولسوالیو ته خلک تللی شي.

خو خوږیاڼي وویل چې له ننګرهار څخه کاببل او لغمان ته د روغتیا پالانو، او نورو روغتيا پالانو وظيفوي موخو لپاره پر تګ راتګ بندیز نشته، دغه راز درملو او طبي وسایلو په وړلو راوړلو بنديز نشته؛ خو په چيک پواينټونو کې يې چيک او تصدیق لازمي دی.

ده وویل د بېړنۍ کمېټې له اجازې وروسته د خوراکي او غذايي موادو پر لېږدونه بنديز نشته؛ خو موټر کې بايد اضافه سپرلۍ نه وي.

د والي ویاند وایي، د ساختماني موادو او اموالو پر لېږدونه يو څه بنديز شته؛ خو يو اندازه موادو ته، چې په موټر کې اضافه سورلۍ نه وي د ادارې د رسمي او کتبي تصديق وروسته اجازه ورکول کيږي.

هغه زیاته کړه، د مخابراتي شرکتونو تخنيکي کسانو او عملې ته د اړونده ادارې د رسمي او کتبي تصديق پر مهال اجازه ورکول کيږي.

خوږیاڼي وویل، دولتي کار کوونکو ته يواځې په رسمي وخت کې د رسمي کارت درلودلو په صورت کې لغمان ته د تګ اجازه ورکول کيږي.

نوموړی وایي، روغتونونو او کلينيکونو ته يواځې هغو ناروغانو ته د تګ اجازه ورکول کيږي چې د ناروغتيا تصديق يې وشي.

ده زیاته کړه، هغه نظامي مسئولين او منسوبين، چې د ماموريت په حال کې وي پر تګ راتګ يې بنديز نشته او په ښارونو، ښارګوټو او بازارونو کې بنديز او محدوديتوته دوامداره دي

خوږیاڼی وایي، پر ټولو د ګڼې ګوڼې پروګرامونو، غونډو، ناستو، د خوښۍ مراسم او نورو اړونده تجمعاتو بنديز دوامداره دی

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version