ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیاسي مشرانو له ولسمشره وغوښتل چې د کابینې د غړو ټاکل دې وځنډوي

5 Apr 2020 - 12:11
5 Apr 2020 - 12:11

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹): پخوانی ولسمشر حامد کرزي،‍ سیاسي مشران هر یو عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي وايي، ولسمشر غني دې د حکومتي چارواکو ګمارنې او عبدالله عبدالله دې د جوړجاړي لپاره خپل ټاکلی ضرب الاجل وځنډوي.

یادو مشرانو له څو ورځو راهیسې د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ  جوړجاړي هڅې روانې کړې او استاد سیاف پرون لیکلي وو، چې دوی پرمختګ کړی دي.

د حامد کرزي له دفتر څخه د وري په ۱۷مه، پژواک اژانس ته په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې یادو سیاسي مشرانو ویلي چېد هېواد اوسني وضیعت ته په کتو، جوړجاړي او ښې همکارۍ ته د رسیدو لپاره هراړخیزې هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "یوې ښې پایلې او د دغو هڅو پای ته رسېدو لپاره، وړاندیز کوو چې محمد اشرف غني دې د یوه وخت لپاره د حکومتي چارو له ګومارنو تېر شي او عبدالله عبدالله دې هم د جوړجاړي لپاره خپله ضرب العجل وځنډوي." په یاده خبرپاڼه کې د هېواد دغو سیاسي څېرو و هيله ښودلې چې د سولې خبرې به ژر پیل او وروستۍ پایلې ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سلواغې په ۲۹مه اعلان وکړ چې محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی دی؛ هغه د تلې په ۷مه د ولسمشر په توګه لوړه وکړه خو دغه پایلې د ټاکنو بل مخکښ نوماند عبدالله عبدالله ونه منلې او ده هم خپل ځان د ټول شموله دولت ولسمشر اعلان کړ.

د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د دغو اختلافاتو لرې کولو لپاره د امریکې بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سربیره پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، محمد یونس قانوني او استاد محمد کریم خلیلي هڅې وکړي.

استاد سیاف تېره ورځ پر خپلې فسبوک پاڼې لیکلي و چې دوی له عبدالله عبدالله سره لیدلي او د جوړجاړي لپاره یې په خبرو کې پرمختګ شوی دی. ولسمشر غني په وروستي وار د وري په ۱۵مه د ولسي جرګې له غړو سره یوه لیدنه کې وویل، که عبدالله د سولې پروسې مدیریت وکړي نو هغه ته د مرستیال پروتکل ورکړي.

هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په وروستیو څو ورځو کې د اطلاعات او کلتور وزارت، بهرنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، د کابل ښاروالۍ، هرات والي، د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر ریاست او څو نورو مهو څوکیو لپاره یې د خپلې ډلې کسان معرفي کړي دي.

د عبدالله عبدالله ډلې یوه مخکښ غړي تېره ورځ په خپل ټوټېر لیکلي و چې د ارګ له خوا ګومارنې ورته د منلو نه دي او که دغه ګومارنې ونه ځنډوي نو د سپيدار ماڼۍ به هم خپله کابینه اعلان کړي.

له بلې خوا د سپيدار ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله عبدالله د هېواد د سیاسي مشرانو له وروستۍ اعلامیې هرکلی کوي او وايي، دی د سیاسي کړکېچ حل لپاره ټاکلی ضرب الاجل ځنډوي او په دې برخه کې له دوی سره مرسته کوي.
ده وویل: "د کړکېچ حل د دواړو اړخونو په پرېکړو او هوډ پورې اړه لري، یو اړخیز اقدامات وضیعت لاپسې خرابه وي."
د هغه په وینا، دوی له اوسني وضیعت سره د خلکو ملاتړ له کبله د مسوولانه چلند هڅه کړې ترڅو اوسنی کړکېچ د خبرو له لارې پای ته ورسیږي.
 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version