ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټوله نړۍ کې له کرونا ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمیره ۷۰ زرو ته وسیده

6 Apr 2020 - 14:47
6 Apr 2020 - 14:47

کابل (پژواک، ۱۸ ورى ٩٩): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا له ناروغۍ د مړو شویو  کسانو شمیره ۷۰ زرو ته رسیدلې او تر یو میلیون او ۲۰۰ زره ډیر کسان پرې اخته شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې  پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ یو میلیون او شاوخوا ۳۰۰ زره کسان اخته او ۷۰ زره نور مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ۲۷۰ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته شوي، هلته تر ننه پورې شاوخوا ۳۳۶  زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی او۹۶۰۰ کسان مړه شوي دي.

دغه راز په هسپانیا کې ۱۳۵ زره پرې اخته او ۱۳ زره مړه شوي دي، په ایټالیا کې ۱۲۹ زره کسان پرې اخته او ۱۶زره ترې مړه شوي دي،  په جرمني کې سل زره پرې اخته او ۱۶۰۰ مړه شوي دي، په فرانسه کې ۹۲ زره اخته او اته زره مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره پرې اخته او ۳۴۰۰ مړه شوي ، په ایران کې ۵۸ زره پرې اخته او ۳۶۰۰ مړه شوي دي، په پاکستان کې څلور زره پرې اخته او ۵۰ تنه مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه ۳۶۷ کسان پرې اخته او لس تنه مړه شوي دی،. چې ډیری یې له ایرانه راغلي کډوال او د هرات ولایت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version