ترینکوټ ( پژواک ۱۹ وري ۹۹):، د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د یوشمېر مرستندویه ادارولخوا د ۴۲۲۵ بیوزلو، سیلاب ځپلو او ناداره کورنیو سره د خوراکې توکو مرستې وشوې.
د دهراوود ولسوالۍ ولسوال عبدالمنان علیزی وایی، د خوراکي توکو دا مرستې د ANCC او WFP مرستندویه ادارو لخوا د یادې ولسوالۍ پر ۴۲۲۵ بیوزلو، سیلاب ځپلو او ناداره کورنیو ویشل کیږي.
ولسوال وویل هرې کورنۍ ته درې ۵۰ کیلویې بوجۍ اوړه، درې ۵ کیلویې ډبې غوړي، ۵ کیلو دال او مالګه ورکول کیږي.
علیزي زیاته کړه اړمني کورنۍ د یوې سروې له مخې په نښه شوې وې ، خو دا مرستې بسنه نه کوي، باید نور هم وشي.
ملک شریف الله چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره راغلی و، د مرستو ددوام غوښتنه یې وکړه او ویې ویل چې د جګړو له امله دوی هر څه د لاسه ورکړي د ي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن