ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونو د بغلان په يوه کلينيک او ښوونځي کې پوستې جوړې کړي دي

12 Apr 2020 - 13:37
12 Apr 2020 - 13:37

پلخمری (پژواک، ۲۴ وری ۹۹): امنيتي ځواکونو له تېرو اووه مياشتو راهيسې د بغلان ولايت په يوه کلينيک او ښوونځي کې پوستې جوړې کړي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه کلينيک او ښوونځى د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جرخشک سيمه کې موقعيت لري چې له تېرو اووه مياشتو راهيسې امنيتي ځواکونه په کې اوسيږي.

د اړوندې موضوع په اړه د يادې ولسوالۍ د جرخشک سيمې د ابو محمد لېسې مدير احمدشاه د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې امنيتي ځواکونو د دې سيمې په کلينيک او ښوونځي کې قرارګاوې جوړې کړي دي.

هغه وايي: ((هدف دا و چې ټاکنې خلاصې شي نو دوى به  بېرته ځي، خو تر اوسه نه دي تللي چې له امله يې په دغه موده کې خلکو ته روغتيايي خدمات نه دي وړاندې شي او ترڅنګ يې زده کوونکي هم ښوونځي ته نه شي راتللى.))

دغه راز د دې سيمې بل اوسيدونکي عبدالصمد پژواک ته وويل، له کومې ورځې چې امنيتي ځواکونه د دې سېمې په ښوونځي او کلينيک کې ځاى پرځاى شوي، دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((کلينيک کې امنيتي ځواکونه ميشت شوي، کرونا هم د خپرېدو په حال کې ده، په داسې وختونو کې بايد روغتيايي مرکزونه يواځې د کرونا ويروس د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړي شي.))

همدارنګه د ياد روغتيايي مرکز کارکوونکي ډاکټر اغا محمد پژواک ته وويل چې اووه مياشتې کيږي، امنيتي ځواکونو د دوى په کلينيک کې پوځې اډه جوړه کړې ده.

ده وويل: ((په دغه سيمه کې زموږ کلينيک ٢٣ زره کورنيو ته خدمات وړاندې کول، له کومې ورځې چې دوى په کې ميشت شوي، هېچاته خدمات نه دي وړاندې شوي او خلک هم سخت په مشکل کې دي.))

د نوموړي په وينا د يادې سيمې اوسيدونکو ته چې يوه کوچنۍ ناروغي هم پيدا کيږي، اړ دي چې د بلې سيمې کلينيک او يا هم مرکز پلخمري ته خپل ناروغان انتقال کړي.

د يادې سيمې يو شمېر نورو اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه يې وکړه چې دغه ستونزه يې هواره کړي.

بل لورته په دې اړه د سيلاب قول اردو د څلورم کنډک د اوپراسيون آمر جګړن محمد نذير سيار پژواک ته وويل چې تېرکال د دغه ولايت امنيتي وضعيت ښه نه و نو ځکه دوى اړ شول چې په جرخشک سيمه کې هم پوستې جوړې کړي.

نوموړي زياته کړه: ((تېرکال طالبانو د سړک د غاړې د ډېرو پوستو ودانۍ سوځولې وې نو مشرانو موږ ته امر وکړ چې د جرخشک په کلينيک او ښوونځى کې ځاى پرځاى شو چې تر اوسه په کې استو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version