ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان نن ۲۰ تنه حکومتي بندیان خوشې کوی

12 Apr 2020 - 12:05
12 Apr 2020 - 12:05

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۹۹) :وروسته له هغه چې افغان حکومت د طالبانو ۳۰۰ بندیان خوشې کړل، طالبانو اعلان کړی چې نن به ۲۰ تنه حکومتي بندیان خوشې کړي.

د طالبانو د قطر  دفتر ویاند سهیل شاهین د وري په ۲۴مه، په ټویټر کې لیکلي چې دا بندیان به په کندهار ولایت کې د سره صیب نړیوالې ادارې ته وسپاري.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د حکومت لخوا په تیره یوه اونۍ کې په دریو مرحلو کې له بګرام زندان څخه د طالبانو ۳۰۰ بندیان خوشې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د طالبانو خوشې شوي بندیان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو تخنیکي ټیم  د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، په کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک او بحثونه یې پرې کړي وو.

فیصل وویل چې دولسمشر د فرمان له مخې  د سولې پروسې د ملاتړ په موخه د  طالبانو د بندیانو د خوشې کولو لړۍ به دوام کوي او په لومړي پړاو کې به ۱۵۰۰ تنه بندیان خوشې شي. 

دوه ورځې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې حکومت نامعلوم زندانیان خوشې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.

ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ اوو یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې به مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی.

خو تیره اونۍ طالبانو اعلان وکړ، چې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او دوی خپل ټیم بیرته  غوښتی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version