ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان وایي ،د حکومت ۲۰ تنه بندیان یې خوشې کړل

12 Apr 2020 - 21:02
12 Apr 2020 - 21:02

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۹۸) : وسله والو طالبانو اعلان کړی چې نن یې په کندهار کې د افغان حکومت ۲۰ تنه عسکر خوشې کړی دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وري په ۲۴مه، په ټویټر کې لیکلي چې دغه بندیان یې په کندهار ولایت کې سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارلي دي.

د طالبانو لخوا په خپره شوې ویډیو کې ښودل کیږي چې دغه افغان عسکرو ته طالبانو سپینې جامې او واسکټونه ورکړي او هر یوه ته یو سند او پنځه زره افغانۍ نغدې ورکوي.

سرچینې وایي چې طالبانو دا بندیان د کندهار ولایت شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې سره صلیب ته سپارلي او هغوی د کندهار په لوري روان کړي دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک ته وویل چې دوی ته تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم دا لا معلومه ده چې خوشې شوي کسان ددولت سرتیري دي که بل څوک !

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د حکومت لخوا په تیره یوه اونۍ کې په دریو مرحلو کې له بګرام زندان څخه د طالبانو ۳۰۰ بندیان خوشې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د طالبانو خوشې شوي بندیان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو تخنیکي ټیم  د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، په کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک او بحثونه یې پرې کړي وو.

فیصل وویل چې دولسمشر د فرمان له مخې  د سولې پروسې د ملاتړ په موخه د  طالبانو د بندیانو د خوشې کولو لړۍ به دوام کوي او په لومړي پړاو کې به ۱۵۰۰ تنه بندیان خوشې شي. 

دوه ورځې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې حکومت نامعلوم زندانیان خوشې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.

ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ اوو یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې به مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version