ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان ښار کې تفریحي پارک جوړیږي

13 Apr 2020 - 09:46
13 Apr 2020 - 09:46

میدان ښار (پژواک، ۲۵ وری ۹۹): د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د لس عشاریه اته میلیونه افغانیو په لګښت تفریحي پارک جوړیږي.

د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پارک د بنسټ ډبره تېره ورځ میدان ښار کې د غازي محمد کریم خان تالار ترڅنګ کېښودل شوه.

سرچینه لیکي چې دغه پارک په دوه جریبه ځمکه کې د میدان ښار د ښاروالۍ له خوا جوړیږي. 

د میدان وردګو ولایت والی مظفرالدین یمین د دغه پارک د کار د پیل پر مهال وېیلي:«څنګه چې لازمه ده میدان وردګو ولایت کې پروژې نه دي پلې شوې، خو ولایتي اداره هڅه کوي چې دغه ولایت کې پروژې پلې او د ولسونو لپاره کاري فرصتونه برابر شي.»

د خبرپاڼې له مخې،د میدانښار ښاروالې ظریفې غفاري په یادو مراسمو کې وویل چې دغه پارک به ټولې اړینې اسانیتاوې ولري.

هغې وېیلي چې دغه پارک به تر جوړېدو وروسته خصوصي سکتور ته په اجاره ورکړل شي تر څو له لارې یې ښاروالي عواید تر لاسه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version