ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بارکزی : د استانبول کونسلګرۍ لپاره د ځمکې قرارداد زموږ په وړاندیز لغوه شو

16 Apr 2020 - 14:41
16 Apr 2020 - 14:41

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۹) : د ترکیې په استانبول ښار کې افغان کونسل جنرال ذکریا بارکزی وایي چې ولسمشر ددوی وړاندیز هلته د ځمکې د اخیستلو قرارداد لغوه کړی، خو بودیجه یې تر اوسه له دوی سره ده چې بله ځمکه پرې به واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ دولسمشر اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې په حقوقی چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد کبیر عیسی خېل په استانبول کې دافغانستان کونسلګرۍ د ودانۍ لپاره د ځمکې د اخیستلو څیړنیز راپور وړاندې وکړ او وړاندیز یې وکړ چې دا قرارداد باید لغوه شي.

سرچینې زیاته کړې چې ولسمشر دغه وړاندیز ومانه او قرارداد یې لغوه کړ.

په استانبول کې د افغانستان کونسل جنرال ذکریا بارکزي د وري په  ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوه کاله مخکې ترکیه کې اقتصادي بحران و او د پیسو (لیره) ارزښت یې ډیر ټیټ شوی و.

هغه زیاته کړه، په دغه وخت کې له فرصت څخه په استفادې دوی پلان جوړ کړ چې باید د کونسلګرۍ ودانې لپاره ازرانه ځمکه واخلي.

د بارکزي په وینا، دوی اوس په کرایی کور کې فعالیت کوي چې د کرایه په ورکولو ډیر لګښت کیږي.

دی وایي ” ما په ګډه له مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو سره پر دې کار وکړ او د بهرنیو چارو وزارت ته مو پنځه انتخابه ورکړل ، خو دا کار تر هغه وځنډید چې په بهرنیو چارو وزارت کې بدلونونه رامنځته شول. “

دی زیاتوي، د مالیې وزارت د هغه مهال وزیر قیومي ابتکار په لاس کې واخیست او د ده په وړاندیز یې ولسمشر اشرف غني ته یو پيشنهاد ورکړ.

بارکزي وویل چې ولسمشر د ښارجوړونې، مالیې وزارت او بهرنیو چارو یو پلاوی وټاکلو، دا پلاوی تیر کال ترکیې ته راغلی او د کونسلګرۍ له خوا ورته د ځمکې د اخیستلو اصول او مقررات تشریح کړل.

د هغه په وینا، د اصولو له مخې، ځمکه باید په دیپلوماتیکه ساحه کې وې، ټولې اړینې اسانتیاوې ولري او د مامورینواو مراجعینو ستونزې هوارې کړي.

افغان کونسل جنرال وایي، پلاوي ځای انتخاب کړ، موضوع د تدارکاتو ملي کمیټه ته ولاړه هغوی تصویب کړ، بودیجه یې هم راغله او د ځمکې لپاره یې قرارداد وکړ.

برکزي زیاته کړه : ” موږ د اصولو له مخې د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزارت اجازې ته منتظر و، څو عملي کاار پیل کړو، خو څه وخت وروسته د نورو هیوادونو ترڅنګ له افغانستان څخه هم ډیر زیات کډوال ترکیې ته راغلل او کونسلګرۍ ته به یې هم مراجعه کوله او اړونده ځمکه بسنه نه کوله. “

د هغه په وینا، په دې حال کې یې د بهرنیو چارو وزارت ته یو مکتوب ولیږلو چې دا ځای کم دی، خلک په کې نه ځاییږئ، که همدا ځمکه اخلئ د شفافیت لپاره یو پلاوی راولیږئ، خو دا پلاوی را نه غی او دا پروسه ځنډنی شوه چې ترڅو په د اقتصاد عالي شورا کې یاده او ددوي پر دلایلو او وړاندیز رد شو.

بارکزی وایي، تراوسه نه ځمکه اخیستل شوې او نه پيسې ورکړل شوې پيسې شته دي ، هرکله چې نوی پلاوی راشي د شته پيسو څخه په استفادې سره نوره ځمکه باید واخیستل شي.

د افغانستان د روڼتیا څار ادارې مشر اکرام افضلي وایي چې په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ لپاره د ځمکې د اخیستلو پروسه په شفافه توګه نه ده ترسره شوې، دا باید په جدي توګه وڅیړل شي.

هغه زیاته کړه، په دې پروسه کې د غیر اړوندو کسانو شاملول او بیا یو کال وروسته یې قرارداد لغوه کول دپوښتنې وړ او اړتیا ده ، کوم کسان چې په دې پلاوي کې شامل وو، تر پوښتنو لاندې ونیول شی.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version