ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا مرکز ښرنه کې سلګونو کسانو د هدفي وژنو په غبرګون کې لاریون وکړ

16 Apr 2020 - 13:37
16 Apr 2020 - 13:37

 

ښرنه (پژواک، ۲۸ وری ۹۹) : د پکتيکا ولايت اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د وروستيو وژنو قاتلين دې د قانون منګلوته وسپاري.

د لاریون کوونکو شمیره سلګونو کسانو ته رسیده د وري په ۲۸مه، د ولایت په مرکز ښرنه ښار کې راټول شوي وو.

د لاریون یو تن ګډونوال اود مرکز ښرنې ښارد چکان کلا اوسېدونکي حاجي نياز په دې اړه وويل، چې په تېرو دوو مياشتو کې له اتو زيات کسان په هدفي وژنو کې د معلومو کړيو له لوري وژل شوي دي، خو تر اوسه پورې قانوني سزا نه ده ورکړل شو

هغه زیاته کړه چې د مرکز ښرنې د اولې حوزې امر محمد ولي قلم دوست چې دنا معلومو دلايلو له امله له دندې ګوښه شوی بېرته دې دندې ته را وګرځي، ځکه چې دهغه په راتلو سره په ښار کې دغلاوو، وژنو او نورو پېښو مخه نيول شوې.

د لاريون يوه بل ګډونوال او قومي مشر حاجي مومين وويل، چې حکومت دې په دې حساس او نازک وضعيت کي چې دکرونا ويروس په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دی، دخلکو غوښتنو ته ژر تر ژره رسيده ګي وشي او هغه کسان چې په دولت کې دندې لري د قانون منګلو ته دې وسپارل شي.

لاريونوال وايي، چې تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او په ښار کې به خېمې ودروي، ترڅو يې ستونزو ته رسيده ګي نه وي شوې.

د ولايتي شورا وکيل عزيز هم دخلکو داعتراضونو په اړه له حکومت څخه درسيده ګي غوښتنه وکړه او له خلکو يې وغوښتل، چې دکرونا ويروس ته په کتو دې له لاريونونو ډډه وکړي.

د پکتيکا ولايت امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو دبرخې کارکونکي جميل غيرت وويل، چې تبدیلي د دولت اصل دی، نو ځکه دې خلک له بې ځايه غوښتنو تېر شي.

هغه زیاته کړه ، هغه کسان چې په وژنو کې يې لاس درلود، هغوی عدلي او قضايي اورګانونو ته وسپارل شي.

د يادونې وړده، چې له دې وړاندې هم ورته لاريونونه تر سره شوي، خو تر اوسه پورې دخلکو غوښتنو ته رسيده ګي نه ده شوې.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version