ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان وایي چې ۲۰ تنه نور دولتي بندیان یې خوشې کړي دي

16 Apr 2020 - 20:47
16 Apr 2020 - 20:47

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۹) : وسله والو طالبانو اعلان کړی چې په لغمان ولایت کې یې ۲۰ تنه نور دولتي بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وري په ۲۸مه، په ټویټر کې لیکلي چې نن یې په لغمان ولایت کې ۲۰ تنه نور دولتي بندیان خوشې کړي دي.  خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د لغمان ولایت ځآیی مسولینو او په کابل کې دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې طالبانو د وري په ۲۴مه،  ویلي چې وو د  سولې پروسې په لړ کې یې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان دولت ۲۰ تنه عسکر د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارلي دي.

خو د کندهار امنیه قوماندان ویلي چې خوشې شوي کسان ټول ملکي  وګړي دي، دولتي عسکر پکې نشته.

بلخوا د افغانستان حکومت ویلي  چې د بندیانو خوشې کولو ته ژمن دي او د قانون په چوکاټ کې به دا لړۍ دوام لري.

د ولسمشر په مشرۍ د ملي امنیت شورا  په غونډه کې پرون د طالب بندیانو د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ زیاتېدو ته په پاملرنې، افغان دولت د تېر په څېر د اوربند پلوی دی او غواړي چې په دې برخه کې عملي اقدامات وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې ترتیب په غونډه کې څرګنده شوه چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو اقدامات د ژمنو، مشخصو میکانېزمونو او د قانون په چوکاټ کې د اصولو مطابق دوام لري، خو متاسفانه په دې برخه کې د طالبانو له لوري ځینې ابهامات موجود دي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.

ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ اوو یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې به مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی و.

د بندیانو د خوشې کولو پیل افغان حکومت وکړ او تر اوسه یې ۳۶۱ طالب بندیان خوشې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version