ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت تر اوسه د طالبانو ۵۵۰ بندیان خوشې کړي

24 Apr 2020 - 13:08
24 Apr 2020 - 13:08

کابل (پژواک،۵ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت وایي چې تر اوسه یې په اوو پړاوونو کې د طالبانو ۵۵۰ تنه بندیان خوشې کړي دي. 

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غویي په ۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون یې په اووم پړاو کې ۵۸ نور د طالبانو بندیان خوشې کړل. هغه زیاته کړه، دا بندیان د سولې پروسې د ملاتړ او له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د هغوی عمر، روغتیا او د بند مودې ته په کتو خوشې شوي دي. د فیصل په وینا، دا بندیان پرون په بېلا بېلو ولایتونو کې خوشې شوي دي.

نوموړي وویل, دافغانستان حکومت د ۱۵۰۰ بندیانو خوشې کولو پرېکړه کړې او پاتې ۹۵۰ بندیان به هم له بېلا بېلو زندانونو خوشې شي.

د یادونې ده چې دافغانستان حکومت تر اوسه د طالبانو ۵۵۰ بندیان خوشې کړي, خو طالبانو تر اوسه یواځې ۶۰ تنه بندیان خوشې کړي او حکومت وایي چې په دې ۶۰ تنو کې یواځې ۱۹ تنه یې دولتي عسکر دي.

د بندیانو د خوشې کولو لړۍ د تېرې میاشتې د وري له پنځلسمې نېټې پیل شوې ده.

د یادونې ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې, باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.

ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ او ویل یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې په مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version