ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاریس کې یو افغان ځوان څه ډول د پولیسو له خوا پر ډزو ووژل شو ؟

25 Apr 2020 - 14:00
25 Apr 2020 - 14:00

پاریس (پژواک، ۶ غویی ۹۹) : د فرانسې په پاریس ښار کې د پولیسو له خوا د یوه وژل شوي افغان ځوان کورنى د عدالت غوښتنه کوي.

زرمحمد میاخېل شاوخوا څلور کاله وړاندې د یو ارام ژوند د موندلو په موخه د پاکستان له کواټ څخه له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د مرګونو پر لارو ځ اروپا ته سفر کوي، هغه خپلو هیلو ته تر رسېدو وړاندې دلته په پاریس کې د پولیسو پر ‌ډزو وژل کیږي.

۲۵ کلن زرمحمد د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، هغه د جګړو او ناخوالو له امله کلونه وړاندې له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته کډوال شو او له هغه ځایه بیا له یوه اوږده سفر وروسته يې ځان فرانسې ته ورساوه.

د دغه افغان ځوان کورنۍ اوسمهال د پاکستان د کوهاټ د کډوالو په یوه مېشت غلي کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي، د نوموړي پلار نظرمحمد چې دغلته په مزدورۍ بوخت و شاوخوا ۸ میاشتې وړاندې په یوه ټرافیکي پېښه کې ومړ.

د زرمحمد میاخېل ورو فدا محمد له پژواک خبرې اژانس سره په خبرو کې وویل ، د ورور پورونه یې لانه و خلاص چې هغه یې له لاسه ورکړ.

هغه وايي :« ورور مې دلته په کمپ کې مزدوري کوله، شاوخوا ۴،۵ کاله وړاندې یې د سیمې له نورو هلکانو سره اروپا ته مخه کړه. له کال څخه ډېره موده په ترکیه کې پاتې شو او له هغه ځایه بیا یونان ته ولاړ. د لارې د لګښت پورونه يې لاهم پاتې دي.»

زرمحمد وروسته له هغه له اطریش څخه فرانسې ته راغی چې هلته يې د پناه غوښتنه و نه منل شوه او په پاریس کې يې د پناه غوښتنه وکړه.

فدا محمد وایي، هغه تېره اوونۍ د روان کال د اپریل په ۱۵ مه پاریس ښار ته نږدې د سنت دني سیمې په یوه پارک کې هغه مهال د پولیسو له خوا پر ډزو ووژل شو چې پر بایسکل سپاره پولیس د کرونا ویروس د ګرځبدنیز له امله د ګزمې په حال کې و.

زرمحمد څنګه او ولې وژل کیږي؟

زرمحمد د پاریس ښار سنت دنې سیمه کې د دولت له خوا کډوالو ته په ورکړل شوي کور کې اوسېده. سرچینې وايي چې له هغه څخه له کوره د وتلو غوښتنه شوې وه نو ځکه د پېښې پر مهال نوموړي له رواني پلوه تر فشار لاندې و او هر چاته يې ګواښ کاوه.

د پاریس د قضايي پولیسو له ادارې څخه د یادې پېښې په تړاو یوه تحقیقاتي سرچینه چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي پژواک ته وویل : «د زر محمد چاړه په لاس او په پارک کې سرګردانه وه چې په پارک کې پر بایسکل د سپرو څو تنو پولیسو له ګزمې سره مخامخ شو، هغه د پولیسو خواته منډه کړه چې په پایله کې څو تنه پولیسو له ۱۰ متره فاصلې پرې ډزې وکړې او هغه يي وواژه.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version