کابل (پژواک، ۷ غویی ۹۹) : د افغان سولې لپاه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په روژې میاشت کې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.
زلمي خلیلزاد نن د غویي په ۷مه، په خپله ټویټرپاڼه کې د روژې په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي چې طالبان باید په دغه میاشت کې د کرونا د روان روغتیايي کړکېچ تر پای ته رسېدو خپل یرغلیز بریدونه هم بند کړي.
هغه زیاته کړې : "روژه دغه راز طالبانو ته یو فرصت ورکوي چې د روغتیایي کړکیچ تر پایه، د بشري چارو لپاره اوربند ومني چې اورکم او پوځي تهاجمي عملیات ودروي."
د امریکا ځانګړي استازي یو ځل بیا پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د بندیانو ازادولو بهیر چټک کړي چې په وینا یې یاد کار د کرونا پر وړاندې د مبارزې او د بین الافغاني مذاکراتو په ګډون د سولې له بهیر سره مرسته کوي.
خلیلزاد همدارنګه ویلي، روژه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله لپاره هم یو فرصت دی چې د افغانستان ګټو ته تر خپلو شخصي ګټو لومړیتوب ورکړي.
د روژې له پيل سره سم افغان ولسمشر محمد اشرف غني، ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان هم د روژې په میاشت کې له طالبانو څخه د اوربند او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.
زلمي خلیلزاد د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان څخه هم مننه کړې چې په افغانستان کې د اوربند ټینګېدو او د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو غوښتنه یې کړې ده.
خو طالبانو له اوربند کولو څخه په انکار د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په بشپړ ډول پلي کېدو ټینګار کړی دی.
په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاد سهیل شاهین ویلي چې د دې هوکړې پلي کېدل په افغانستان کې د تل پاتې اوربند د ټینګېدو لامل کېدای شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن