ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د څلورو ښوونځيو د جوړېدو چارې پيل شوې

26 Apr 2020 - 19:41
26 Apr 2020 - 19:41

ګردېز (پژواک، ۷ غويی ۹۹): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ۹۰ ميليونه افغانيو په لګښت د څلورو ښوونځيو د جوړېدو چارې پيل شوې چې زرګونو زده کوونکو ته به د زده کړو مناسبه زمينه برابره کړي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې د دغو ښوونځيو له جوړېدو سره سم به د سيمې زرګونه زده کوونکو ته په خوندي چاپېريال کې د زده کړو زمينه برابره شي.

کټوازي پژواک ته وويل چې پکتيا لا هم د معياري زده کړو په برخه کې ګڼې اړتياوې لري او له پوهنې وزارت او بېلابېلو اړوندو بنسټونو په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د ابراهيم خېلو د نجونو د ښوونځي، د داودي ښوونځي، د خطابې د کوچيانو د ښوونځي او سرکاري کلا ښوونځي د بنسټ ډبرې مو کېښودې. ۹۰.۶۷ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې د ماليې وزارت يې ورکوي او کار او نظارت يې د ښار جوړولو رياست له خوا تر سره کيږي.))

د پکتيا د ښار او کور جوړولو رييس محمدرحيم افغان وايي چې ياد ښوونځي د پوهنې اړتياوو په نظر کې نيولو سره جوړيږي او هڅه يې دا ده چې د دوی اړوند ټولې پروژې په معياري کيفيت بشپړې شي.

افغان وويل: ((ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم چې د پکتيا د ښار او کور جوړولو رياست د پروژو د کيفيت او په خپل وخت بشپړېدو په برخه کې ژمن دی.))

همدارنګه د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل چې د پکتيا شاوخوا ٪۷۵ ښوونځي ودانۍ نه لري، چې د پوهنې، کليو پرمختيا او ښار جوړولو وزارت له دې ډلې د کابو ۱۴۰ ښوونځيو د ودانيو جوړولو ژمنه کړې ده.

ځاځي زياته کړه: ((که د دغه کال تر اخره پورې موږ ته د پوهنې، شهرسازي او کليو پراختيا وزارتونو لخوا راکړل شوي پکېجونه تطبيق شي، پکتيا کې به شاوخوا ٪۹۰ ښوونځي ودانۍ ولري.))

د سيمې اوسېدونکي د ورته ښوونځيو د ودانيو په جوړېدو خوښ دي او زده کړو ته د ټولو ماشومانو د لاسرسي لپاره زياته پاملرنه غواړي.

د ابراهيم خېلو اوسېدونکی عبدالله وايي: ((نن موږ ډېر خوشاله يو چې مکتب ته مو تعمير جوړيږي، چې ماشومان به موږ په لمر، باد او باران کې په مشکل کې نه وي او درسونه به وويلای شي.))

د يادونې ده چې د مسوولينو له ژمنو سره سره پکتيا کې د ښوونځيو زده کوونکي د تېر تعليمي کال په څېر لا هم درسي کتابونه نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version