ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور تایید خو طالبانو رد کړی

27 Apr 2020 - 17:41
27 Apr 2020 - 17:41

کابل (پژواک، ۸ غویی ۹۹): د افغانستان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما درې میاشتنی راپور تایید کړ، خو طالبانو رد کړی دی.

په افغانستان کې د ملکرو ملتونو دفتر (یوناما) نن د روان زېږدیز کال د لومړیو درېیو میاشتو د ملکي تلفاتو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې راغلي چې په تېرو درېيو میاشتو کې ۵۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې تر ډېره د یادو ملکي تلفاتو مسوولیت په وسله والو طالبانو پورې مربوطېږي.

د ملي امنیت شورا له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په هکله د یوناما راپور لیدلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دغه راپور کې د جګړې له امله ملکیانو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه یاد شوي ارقام ټکان ورکوونکي او د جدي تامل وړ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راپور دغه واقعیت نور هم روښانه کوي چې په هېواد کې د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره یوه سراسري او دوامداره اوربند ته سمدستي او جدي اړتیا ده.

د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو بریدونه، د سړک غاړې ماین چاودنې، له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې ځانمرګي بریدونه او د ملکي خلکو له کورونو او عام المنفعه تاسیساتو د سنګر په توګه استفاده لا هم د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې اساسي عوامل دي.

سرچینې ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت اساسي لومړیتوب د خلکو د ژوند خوندیتوب دی؛ ځکه ملکي تلفات ورته په هیڅ ډول د قبول وړ نه دي او د ملکیانو د ساتنې په هدف یې د ځانګړو میکانیزمونو په ایجاد سره اغېزناک فعالیتونه کړي.

امنیت شورا ویلي: ((موږ ژمن یو چې د مخالفینو له بریدونو او د کرونا له ویروسه د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره نور اقدامات هم وکړو.))

بلخوا بیا وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یوناما یاد راپور رد کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په یاد راپور کې بیا هم هڅه شوې چې د امریکايي ځواکونو او د حکومت د عسکرو، استخباراتو، پولیسو او اربکیانو په ورځنیو جنایاتو چې د ملکي خلکو پر وړاندې يې ترسره کوي، پرده واچول شي، د هغوی له خوا د ملکي تلفاتو ارقام تت وښودل شي او په بدل کې يې د ملکي تلفاتو د ۳۹ سلنې نسبت طالبانو  ته وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version