ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عارف وزیر پر وژل کیدو د افغان مشرانو خواشیني او غمشریکي

2 May 2020 - 21:46
2 May 2020 - 21:46

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹) :  د افغانستان یو شمیر سیاسي مشرانو او دولتي چارواکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي عارف وزیر پر وژل کیدو خواشينی څرګنده کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي سردار عارف وزیر باندې پرون د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه ښار کې وسله وال برید شوی و، چې له امله یې هغه سخت ټپي شو، خو نن سهار یې د اسلام اباد په یوه روغتون کې یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د هغه وژل کیدل په لر او بر سیمه اونړیواله کچه په پراخه توګه وغندل شو، دا فغانستان یو شمیر سیاسي مشرانو او ټولنیزو فعالانو هم د هغه وژل غندلي او خواشیني یې ښودلې ده.

د مشرانو جرګې رییس فضلهادي مسلمیار په ټولنیزه شبکه ټویتر کې لیکلي : (( د عارف وزیر شهادت سخت ودردولم، ددې ستر ویر د خواشینۍ مراتب له منظور احمد پشتین او غړو، لر بر ویرژلو پښتنو او په ځانګړي ډول له ویاړلي مبارز علي وزیر سره شریکوم. ))

 افغانستان د سیمه ییز ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر متین بیګ هم دعارف وزیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه هم په ټویټر کې لیکلي، د  پښتون ژغورنې غورځنګ د سر لارې سردار عارف خان وزير ترور کېدو نه يوازې دردولي، بلکې اندېښمن کړی هم دی.

بیګ ویلي، د پښتون ژغورني غورځنګ يو بشپړ مدني او سوله‌ييز حرکت دی چې تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه، د خپلو روا او انساني حقونو د تر لاسه کولو او پر سيمه د روان ټروريزيم پر ضد مبارزه کوي

د هغه په وینا، نه يوازې د سيمې هېوادونه، بلکې نړۍ يې بايد ملاتړ وکړي. د عارف وزير په څېر مبارزو انسانانو ترور به په سيمه کې د ټروريزم د له منځه تلو وروستۍ هيلې هم مړاوې کړي.

متین بیګ زیاته کړې : (( موږ (تر ډېورنډ کرښه دې غاړه افغانان) او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي يو ډول، له يوه ادرسه، د ورته ترهګري ښکار يوو. زموږ وينه، درد، ارمانونه او دښمن شريک دی. د شهيد پر ګور رڼا او د لارې ملګري يې پياوړي غواړو. ))

د ولسمشر ستر سلاکار او د چارو دادارې رییس فضل محمود فضلي هم د عارف وزیر وژل غندلي او له کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې د عارف وزیر د عدم تشدد مبارزه کوله او دا مبارزه به یې هم رنګ راوړي.

په سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امرخیل هم پر دې وژنې ژور خپګان څرګند کړی دی .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version