ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د رشيدانو ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوی

3 May 2020 - 13:13
3 May 2020 - 13:13

غزني- پلخمري (پژواک، ١٤ غويی ٩٩): د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون په دغه ولايت او بغلان کې اووه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د رشيدانو ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن غلام عباس له خپلو ساتونکو سره ولسوالۍ ته پر لار د طالبانو له بريد سره مخ شوى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې عباس له خپل يو ساتونکي سره وژل شوى دى.

دغه راز سيرت دا هم وويل چې تېره شپه د غزني ښار د شهباز سيمې د پوستې قوماندان داوود په سيمه کې د ګزمې پر مهال د طالبانو له بريد سره مخ شوى او وژل شوى دى.

خو د شهباز سيمې يوه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې قوماندان داوود، څلور نور پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په بغلان ولايت کې هم يو شمېر سرتېري وژل شوي دي.

په بغلان کې د سيمه ييزو پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د مرکز پلخمري په بالادوري سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور سرتېري وژل شوي او د پوستې قوماندان يعقوب سخت ټپي شوى دى.

ده وويل چې په وژل شوو سرتېرو کې دوه يې سيمه ييز پوليس او دوه نور د منتظره قطعې سرتېري دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي نصير خان پژواک ته وويل چې نږدې تر سهاره د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

هغه وايي چې په دې جګړه کې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

بلخوا وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version