مهترلام (پژواک,۱۶ غويی ۹۹): د لغمان ولايت مرکز او الينګار ولسوالۍ کې د نږدې شپږويشت ميليونه افغانيو په لګښت د نجونو د ښوونځي ودانۍ او يو استنادي ديوال تر جوړېدو وروسته پرانېستل شول.
د يادو رغنيزو پروژو پرانېسته پرون د لغمان والي محمد اصف ننګ کړې او هيله يې ښودلې چې د سيمې خلک يې د ساتنې لپاره پوره پام وکړي.
د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتره د غويي په ۱۶مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکز مهترلام ښار اړوند د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د جعفر طيار د نجونو د ښوونځي پر ودانۍ ۱۲ميليونه او ۹۱۲زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
په خبرپاڼه کې د لغمان د پوهنې د رييس عبدالله حميدي له قوله راغلي چې د یاد ښوونځي د ودانۍ لګښت هندوستان هېواد ورکړی چې په دوو پوړونو کې ۱۲ تدریسي، ۴ ادارې خونې، ۱۰ تشنابونه او ۳۸۴ متره د احاطې دیوال هم په کې جوړ شوی.
د پوهنې رييس زیاتوي چې ۲۰۰ دوه نفري د زده کوونکو څوکۍ او یوه حلقه د پاکو اوبو څاه هم د یاد ښوونځي د رغونې برخه ده. د یادونې ده چې یاد ښوونځي کې له لومړي تر نهم ټولګي پورې ۶۱۳ ښځینه زده کوونکې په زده کړو بوختې دي.
د يو بل خبر له مخې, د لغمان الینګار ولسوالۍ کې د ۱۳ ميليونه او ۴۸زره افغانيو په لګښت ۷۵ متره د اوبو سربند او ۲۶۰ متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کلیو بیارغونې او پراختیا رييس مجیب الرحمن ضیا د معلوماتو له مخې, چې د الینګار ولسوالۍ په شاهي سیمه کې یې د انسجام ساحوي برنامې چوکاټ کې ۷۵ متره د اوبو سربند او ۲۶۰ متره استنادي دیوال له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د هغه په وينا, په ياده پروژه نږدې يو کال کار شوی چې په جوړېدو سره يې سلګونه جریبه ځمکه د سیلاب له ګواښ څخه وژغورل شوه او په همدومره کچه ځمکه به اوس مهال په اسانۍ سره خړوبه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن