ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې دوو ثومونوترمنځ نښته کې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

7 May 2020 - 21:32
7 May 2020 - 21:32

قلعه نو (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹): د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ په وسله وال نښته کې شاوخوا ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چی د ولسي جرګې د غړي ضیا اکازي مشر زوی هم په وژل شویو کسانو کې دی.

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر شیراقا الکوزي پژواک خبری آژانس ته وویل چې دغه پېښه نن د غویي په ۱۸مه د بالا مرغاب ولسوالۍ د اکازیو کلي کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وایي چې د بادغیس ولایت د خلکو داستازي ضیا اکازي مشر زوی (چی نوم یې وانخیست) هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.

هغه له جزییاتو پرته وویل چې دغه نښته کې له دواړو لورو څخه شاوخوا ۲۸کسان وژل او ټپیان شوي دي.

شیراقا الکوزی وایي, ټول جزییات به سبا سهار له رسنیو سره شریکه کړي؛ ځکه چې لا تر اوسه يې کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.

هغه یادونه وکړه چې په تېرو وختونو کې هم په سیمه کې د دواړو قومونو ترمنځ اختلافات موجود و ، او نننۍ لفظي شخړه په وسله واله نښته بدله شوې.

شخړه هغه مهال رامنځته شوې چې یوه لوري څرځای ته څاروي بیول چې بل لوري يې مخه نیولې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version