ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بشري حقوق: د روژې په لومړیو لسو ورځو کې ۱۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

8 May 2020 - 15:10
8 May 2020 - 15:10

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۹۹) : د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون موندنې ښيي چې د روژې د مبارکې مياشتې په لومړيو لسو ورځو کې تاوتريخوالي او وسله وال بريدونه د افغانستان د خلکو د تمې خلاف نه دي کم شوي او د پخوا په څېر ادامه لري.

د یاد کمېسیون له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې  په دې بريدونو کې د ښکېلو غاړو پر نظامي مرګ ژوبلې سربېره د بشر دوستانه بين المللي حقونو بنسټي اصول او قواعد په پرله پسې توګه نقض شوي او ډېر شمېر داسې بې ګناه ملکي وګړي قرباني او تلف شوي، چې په شخړه او د شخړې په دوام کې يې هيڅ نقش نه درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو لسو کې ۱۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۴۳ تنه وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې چې په یاده مرګ ژوبله کې ۲۲ تنه يې ښځې او ۲۰ تنه یې ماشومان هم شامل دي.

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون ویلي، یاده مرګ ژوبله د سړک د غاړې ماينونو، هدفي وژنو، د راکټي   او ځانمرګو بريدونو امله اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې مرګ ژوبلې د ۶۸ کسانو مسوولیت د وسله طالبانو برغاړه دی، د ۱۶ تنو مسوولیت د دولتي ځواکونو او د ۳۲ نورو ملکي تلفاتو عاملین نامعلوم دي.

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون ویلي چې یاده مرګ ژوبله په کابل، غزني، لوګر، کندهار، پکتيا او هلمند ولایتونو کې اوښتې ده.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون، د قربانیانو له کورنيو سره د همدردۍ ښودلو تر څنګ، د بين المللي بشرپالو حقونو د پرله پسې نقض او په پايله کې د ملکي وګړو مخ پر ډېرېدو مرګ ژوبلې له امله سخته اندېښنه لري او له ښکېلو غاړو څخه غواړي چې د رمضان د مبارکې مياشتې په درناوي او د کرونا ويروس د عامېدو د بحران له امله د اوربند لپاره د افغانستان د مسلمانو او ځورېدلو خلکو او د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په غوښتنه، تاوتريخوالي ودروي.

د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یوناما  دفتر هم ویلي و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۵۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۰۰ نور ټپیان دي.

دوی هم د ډېرې مرګ ژوبلې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې وه ، خو طالبان د ملکي تلفاتو مسوولیت نه مني او زیاتوي چې دا مرګ ژوبله د حکومت او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې اوړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version