کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۹۹): د ایران سرحد سره نږدې په یوه چاودنه کې د پاکستان د پوځ د یوه افسر په ګډون شپږ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
پاکستانیو رسنیو د پوځ د خبرپاڼې په حواله خبر ورکړی چې دا چاودنه پرون مازیګر ناوخته دایران پولې ته څیرمه د بلوچستان ایالت په کیچ سیمه کې شوې وه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې،دغه سرتیري په یوه پوځي موټر کې تر ګزمې وروسته بیرته خپلې پوستې ته روان وو، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.
د پاکستان پوځ ویلي چې دا پيښه دایران پولې په ۱۴ کیلو مترۍ کې په"دوبلیده"نومي سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې ویلي چې په دې پیښه کې د پاکستان د یوه افسر په ګډون شپږ سرتیري وژل شوي او موټر یې هم له منځه تللی دی.
ددې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو پخوا په بلوچستان ایالت کې د ډېرو بریدونو مسوولیت د بلوڅانو خپلواکۍ غوښتونکې ډله پر غاړه اخستی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن