ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتیا د کرونا په حوزوي لابراتوار کې د معايناتو کېټونه خلاص شوي “

11 May 2020 - 15:42
11 May 2020 - 15:42

ګردېز (پژواک، ۲۲ غويی ۹۹): د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست وايي چې په ګردېز کې د کرونا ويروس ناروغۍ د زون په تشخيصيه مرکز کې د معايناتو کېټونه خلاص شوي او له دې امله له تېرې ورځې راهيسې هیڅ معاينات نه دي تر سره شوي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزي د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کرونا لا هم جدي ده او خلک يې بايد په اړه بې غوري ونه کړي.

احمدزی د ګردېز ښار د قرنطين په ماتېدو اندېښمن دی او وايي چې ګڼه، ګوڼه د دې ناروغۍ زيات خپرېدو ته لاره هواروي.

نوموړي وويل: ((له پرون راهيسې زموږ کېټونه هم خلاص شوي، زموږ پرسونل مرکزي لابراتوار ته تللی چې کېټونه راوړي. نن مو له وزارت سره ويډيوي کنفرانس و، معين صيب راته وويل چې نن کېټونه درته لېږو او انشاالله بېرته به فعاليت شروع کړو.))

ډاکټر احمدزي د خلکو د هغې انګېرنې او آوازو په اړه، چې ګواکې کرونا يوازې سوداګري ده، وويل ځينې خلک په شعوري يا غير شعوري ډول ورته څرګندونې کوي، چې ښې پايلې به ونه لري.

احمدزي زياته کړه چې اړوندې ادارې دې د خلکو د خوراکي توکو د پېر اړتيا پوره او د ګڼې، ګوڼې مخنيوی دې وکړي.

دی وايي: ((موږ مريضان ګورو او خدمت يې کوو، موږ خو په دې کې د پيسو او سوداګرۍ ځای ونه ليده. دا ناروغي ده چې په ټوله نړۍ راغلې، خلک بايد فکر وکړي او په اړه يې جدي واوسي.))

له کرونا سره د مبارزې د اجراييوي کمېټې غړی ډاکټر محمد شريف فرقاني وايي چې تر دې دمه څلور تنه روغتيايي کارکوونکي هم په ياده ناروغۍ اخته شوي، چې دوه تنه يې بېرته روغ او پاتې نور يې تر درملنې لاندې دي.

فرقاني وويل: ((چې کېټ نه وي، د ناروغانو معاينې به همداسې معطل وي. تشخيصيه وسايل، لابرانت او تشخيصيه کېټونه ډېر ضرور دي، چې مرکز يې بايد راولېږي. له دې پرته هم ځکه موږ له مشکل سره مخ يو، چې موږ د پکتيا سربېره د پکتيکا، غزني او خوست مسووليت هم لرو.))

د پکتيا ولايتي شورا هم د خلکو اړتياوو ته پر ځواب ويلو ټينګار کوي او وايي که د روژې او اختر لپاره د خلکو لويه خوراکي اړتيا په خپلو سيمو يا د ښار په شاوخوا کې پوره شي، په ښار کې به ګڼه، ګڼه نه وي.

د يادې شورا غړي سخي جان وفايار پژواک ته وويل: ((اکثريت خلک چې ښار ته راځي، ضرورتونه لري. روژه ده، خلک سل مشکلات لري. بل دا چې خلک د عايد منبع نه لري، اولادونه او کورنۍ ور له غاړې دي، مجبور دي چې راشي او څه کار، روزګار وکړي.))

تر دې دمه په پکتيا کې د کرونا ۲۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له ډلې يې ۲۹ تنه بېرته رغېدلي او پنځه نور يې مړه شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version