ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست چاودنه کې یوتن وژل شوی او لس نور ټپیان دي

12 May 2020 - 13:17
12 May 2020 - 13:17

خوست ښار (پژواک، ۲۳ غويی ۹۹): امنيتي چارواکي وايي چې خوست کې د ماین چاودنې له امله يو ملکي کس وژل شوی او لس نور ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه نن د «غويی ۲۳» له غرمې مخکې د خوست د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اړوند د خلبيسات په بازار کې شوې ده.

د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې ماين ته د خلکو څخه د ګڼې ګوڼې په ډک ځای کې چاودنه ورکړل شوې، چې له امله يې يو کراچۍ چلوونکی وژل شوی او د يوه ماشوم په ګډون لس تنه نور ټپيان دي.

د حيدر په وينا، ټپيان د ولسوالۍ کلينيک او د ښار بېلابېلو روغتونونو ته   انتقال شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

په خوست ښار کې د بابريګل په نوم د خصوصي کلينيک يوتن مسوول پژواک اژانس ته وويل، دوی ته د پېښې له ځايه يواځې درې ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

د عظيم الله په نوم يوتن عيني شاهد بيا پژواک اژانس ته وويل، چاودنه ډېره زروره وه او په وينا یې د پېښې قربانيان ټول هغه کسان دي، چې د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره يې لاسي کراچۍ چلولې.

تردې دمه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version