کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د کابل او ننګرهار په وروستیو بریدونو کې داعش لاس لري.
زلمي خلیلزاد د غویي په ۲۶مه، په ټویټر کې لیکلي، د امریکا متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان د افغانستان پر یوه زېږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړې، داعش پر ولسي خلکو دغه راز بریدونو ته پرله پسې لېوالتیا ښودلې، افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ دی.
خلیلزاد ویلي، داعش-خراسان همداراز د افغانستان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د تړون مخالفت کوي او هڅه یې داده چې د عراق او سوریې په څېر فرقوي جګړه را وپاروي.
د هغه په وینا، د داعش دام ته د لوېدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې تاریخي فرصت پسې ورشي.
نوموړی ویلي چې د سولې پر وړاندې دې نورې پلمې نه جوړیږي، افغانان او نړۍ د ښې راتلونکې مستحق دي.
د یادونې ده، چې څو ورځې مخې کابل کې پر زېږنتون او په ننګرهار کې پر جنازې بریدونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
که څه هم طالبانو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو افغان حکومت ادعا کوي چې نورو ترهګرو ډلو ته هم طالبانو د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
تر یادو بریدونو وروسته ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونو ته د طالبانو پر ضد د یرغلیزو عملیاتو پیلولو امر وکړ.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن