ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې دوه ځانمرګیان او له چاودیدونکو توک ډک موټر یې له منځه یوړل شو

15 May 2020 - 21:58
15 May 2020 - 21:58

کابل ( پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې په لوګر ولایت کې دوه  تنه ځانمرګیان او د هغوی له چاودیدونکو توکو ډک موټر له منځه وړل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غویي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماخوستن مهال رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، دوه تنه ځانمرګیان چې د پل علم ښار ته له چاودیدونکو توکو ډک موتر سره ننوتلي وو، د ازادۍ بيرغ چوک سيمه کې  یې پلان درلود چې  عام خلک په نښه کړي .

خو ارین وایي چې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې پوليسو دوی پیژندلي او ویشتي یې دي، چې له امله یې دواړه بریدګر او موټر یې له منځه تللی دی.

د نوموړي په وینا، په دې پيښه کې چاته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version