ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني او عبدالله د واک پر وېش سلا شول او هوکړه یې لاسلیک کړه

17 May 2020 - 15:31
17 May 2020 - 15:31

کابل (پژواک، ٢٨ غويی ۹۹): د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي- ټاکنیز اختلاف د دواړو لوریو ترمنځ د واک پر وېش د هوکړې له لارې پای ته ورسېد او نن یې په دې اړه هوکړه لاسلیک کړه.

ولسمشرۍ ټاکنې تېر کال د تلې په شپږمه تر سره شوې. د ټاکنوخپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمداشرف غني ولسمشراعلان کړ، خو بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر وباله.

دغه اختلاف سره له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د هېواد ځینو سیاسي او جهادي مشرانو یې د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړې، خو بیا هم شاوخوا اتو میاشتو ته اوږد شو.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څو شېبې وړاندې وویل چې د غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه.

دی وایي چې د دغې توافقنامې پربنسټ به ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به یې په کابینه کې مشارکت ولري.

په دې سیاسي هوکړه کې چې کاپی پژواک تر لاسه کړې راغلي چې د دولت عالي شورا به له سیاسي رهبرانو او ملي شخصیتونو جوړه شي، ولسمشر ته به په مهمو مسایلو کې مشوره ورکوي او غړي به یې له دولتي ځانګړي پروتوکول څخه برخمن وي.

دغه راز په هوکړه کې راغلي چې د ملي مصالحې شورا مشري به عبدالله عبدالله کوي، سپیدار ماڼۍ به د شورا دفتر وي او شورا به پنځه مرستیالان لري چې دوه به یې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مرستیالان وي او نور به له ولسمشر سره په سلا ټاکل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version