کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹) : د پاکستان د ملي هوایي شرکت پی ايی ای یوه مسافروړونکې الوتکه په کراچۍ ښار کې لوېدلې چې له امله یې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی دی.
پاکستانیو رسنیو د غبرګولي په ۲مه، خبر ورکړی چې دا الوتکه نن تر غرمې وروسته له لاهور ښار څخه د کراچۍ پر لوري الوتې وه، چې په کې د عامو خلکو ترڅنګ یو شمېر ددولت او خصوصي سکتور لوړپوړي مامورین هم کې وو.
ځایی رسنیو ویلي چې په دې الوتکه کې ۹۱ مسافرین او د الوتکې ۸ تنه عمله سپاره وو او په کومه سیمه چې لوېدلې ویل کیږي چې هلته هم یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچینو زیاته کړې چې دا الوتکه د کراچۍ هوایي ډګر ته څېرمه داستوګنې پر کورونو د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې ده.
د الوتکې د پیلوټ هغه غږ هم رسنیو خپور کړی چې د هوایي ډګر له مسوولینو سره خبرې کوي او وایي چې د الوتکې په ماشین کې ستونزه پیدا شوې، خو څو ثانیې وروسته غږ پرې او الوتکه غورځیږي. د هوایي ډګر مسوولینو ویلي چې دوی د الوتکې لپاره د ځغاستې دواړه لیکې خالي کړې وې، خو پیلوټ ونه شو کولی چې ځان ورسوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن