ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو، ناټو، امریکا او یو شمیر هیوادونو په افغانستان کې د اوربند هرکلی وکړ

24 May 2020 - 10:17
24 May 2020 - 10:17

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : ناټو، امریکا، پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو په افغانستان کې د اختر پر مهال د اوربند هرکلی کړی دی.

د افغانستان حکومت او وسله والو د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت په ټول هیواد کې ددریو ورځو لپاره اوربند اعلان کړی دی.

د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ ددې اوربند هرکلی کړی دی، هغه پخپل ټویټر کې لیکلي، چې د جګړې ټولې خواوې له دې فرصت څخه لویه استفاده وکړي او دسولې لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړې چې ناټو له افغانستان سره اوږود مهاله همکاریو  ته ژمن دی.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په ټویټر کې افغانانو داختر مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د اوربند داعلان هرکلی کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، له یوې خوا د کرونا وبا په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو روژه ګډه وډه کړې اوله بلې خوا تاوتریخوالی دافغانانو پر روژې ناوړه اغیزه کړې وه.

ده ویلي : (( که څه هم دافغان حکومت او طالبانو لپاره لا هم ننګونې شته، خو زه باوري یم چې دا ننګونې به لمنځه ولاړې شي او ددواړو خواوو مشران د خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره پریکړي وکړي.))

د خلیزاد په وینا، د اوربند ترڅنګ باید نور مثبت اقدامات هم ترسره شي، د بندیانو خوشې کول بی پیل شي، تاوتریخوالي ته بیا ونه ګرځي او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

دغه راز په افغانستان کې امریکایي ځواکونو هم داوربند هرکلی کړی او له ټولو خواوو یې غوښتي دي چې په دوامداره توګه تاوتریخوالی کم کړي.

د  پاکستان حکومت هم د افغان حکومت او طالبانو لخوا داوربند هرکلی کړی او د یوه سوله ییز افغانستان لپاره یې دعا کړې ده.

دغه راز اروپایي ټولنې، ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر نورو هیوادونو هم ددې اوربند هرکلی کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version