کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۶۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره په هېواد کې د ټولو ناروغانو شمېره دوولس زره او ۴۵۶ تنو ته رسېدلې ده.
د عامې روغتيا وزارت له خوا د غویي په ۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۹۹۴ شکمنو پېښو څخه یې ۶۲۵ مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۴۵۶ته لوړشو.
سرچینې زیاته کړې، تراوسه له دې ناروغۍ ۱۱۳۸ کسان بېرته روغ شوي او۲۲۷ نور یې له امله مړه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تر ټولو زیاتې مثبت پېښې ۳۶۰ کابل، ۱۰۸ هرات او ۵۰ بلخ ولایت کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر ټولو زیات ۴۲ کسان په هرات، ۳۲ بلخ، ۲۹ کابل، ۲۱ په ننګرهار او ۱۴ په غزني ولایت کې ددې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
دغه راز سرچینې ویلي چې په کابل کې ۳۳۷ تنه، هرات کې ۲۱۵ ، کندهار کې ۴۳ ، بلخ کې ۳۷، او پکتیا کې ۷۴ کسان بیرته روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن