جلال اباد ( پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال او د ملي امنیت ولایتي مرستیال د لغمان والي په شتون کې ددې ولایت امنیتي ارزونې سربېره مهترلام ښار لپاره د دوو امنیتي حوزو د ژر منظورۍ ډاډ ورکړ.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د غبرګولي په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال سترجنرال عبدالصبور قانع او د ملي امنیت ولایتي مرستیال ډګرجنرال عبادالله عباد نن مهترلام ته سفر وکړ، له والي او نورو ځایی ملکي اونظامي مسوولینوسره یې ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر جنرال عبدالصبور قانع دې ولایت ته د خپل سفر موخې په اړه هر اړخیز معلومات د لغمان والي سره شریک کړل.
نوموړي زیاته کړه، غواړي ددې ولایت مرکز او ولسوالیو په کچه امنیتي ارزونه، ستونزې، وړاندیزونه، پيشنهادونه او هغه ټولې کړنې چې د لا ډاډمن امنیت په موخه په ولایتي او مرکزي کچه ترسره شوي ، له نږدې بحث او تصامیم ونیسي.
قانع دغه راز د امنیتي ادارو ترمنځ د هماهنګۍ،دښمن ځپل، د امنیتي کمبربندونو پراخوالي او ګنو نورو برخو کې د لغمان والي هڅې وستایلې او ددغې چارې د لا پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.
په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ دغه راز د کورنیو چارو وزارت له امنیتي معین او د ملي امنیت ولایتي مرستیال څخه مننه وکړه چې د امنیتي ارزونې او ګڼو موضوعاتو په اړه یې دې ولایت ته کاري سفر وکړ.
نوموړي زیاته کړه، په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو په هڅواو د خلکو په همکارۍ امنیتي کمربندونه خورا پراخه شوي او له تېرو دوو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو د سلګونه شومو موخو مخنیوی شوی او ګڼ شمېریې نیول شوي یا وژل شوي دي. نوموړي د امنیتي ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ شتون هغه څه یاد کړل چې هر وخت دښمن ځپل شوی او هیڅ د سر پورته کېدلو توان نه لري.
ننګ د کورنیو چارو وزارت له امنیتي معین ته یادونه وکړه که څه هم د مهترلام ښار لپاره د پولیسو دوو امنیتي حوزو د ورکړې یادونه له پخوا په تعقیب کې ده،خو که هرڅومره ژر وشي د ښار او مرکز په کچه به ورسره په امنیت کې مخته تګ شوی وي.
هغه د لا ډاډمن امنیت په موخه په ګڼو نورو برخو کې هم د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین او د ملي امنیت مرستیال سره وړاندیزونه شریک کړل.
د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي هم د امنیتي ځواکونو لا اکمال، پرسونل د پوره کېدو غوښتنه او د ښار لپاره د دوو امنیتي حوزو د ژر منظورۍ غوښتنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر جنرال عبدالصبور قانع د لغمان والي او نورو مسوولینو وړاندیزونه او غوښتنو د حل په برخه کې بشپړ ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل، مرکز کابل ته له تګ سره سم به هڅه وکړي چې څومره ژر کېدای شي مهترلام ښار لپاره د پولیسو د دوو امنیتي حوزو مسله حل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن