ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزنیز تمرینات پیل کړل

7 Jun 2020 - 14:25
7 Jun 2020 - 14:25

کابل (پژواک، ۱۸غبرګولی ۹۹) : د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې تر اوږوده ځنډ وروسته یې د لومړي ځل لپاره ملي لوبغاړو په کابل کې روزنیز تمرینات پیل کړي دي.

د کرکټ بورډ له خوا د غبرګولي په ۱۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي لوبغاړي په دغه روزنیز کمپ کې د ورځې له لوري په څلورو پړاوونو کې روزنه ترلاسه کوي چې په هر پړاو کې یې له ۵-۶ لوبغاړي ګډون لري.
سرچینې زیاته کړې، په دغه کمپ کې ۲۲ ګډونوال لوبغاړي او ټول اړوند روزونکي او مسوولین د کرونا پر وړاندې د روغتیایي بنسټونو او کرکټ نړیوالې شورا سپارښتنې په جدي توګه عملي کوي.

کرکټ بورډ وایي، یاد تمریناتي کمپ به د کرکټ نړیوالې شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان روغتیا وزارت د لارښوونو په چوکاټ کې د کرونا پر وړاندې د ټولو لارښوونو او روغتیايي اصولو په مراعتولو سره ترسره شي.

په خبرپاڼه کې ويل شوى، چې پرون په همدې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ کې د کرونا د مخنیوي پر وړاندې د ټولو تدابیرو مراعتولو په موخه د پوهاوي ناسته هم ترسره شوه، ترڅو ټول لوبغاړي د دغه تمریناتي کمپ پر مهال څرنګه د خپل ځان او نورو لوبغاړو د روغتیا پاملرنه وکړي.

په یاد روزنیز کمپ کې (لوبډلمشر اصغر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهرخان پکتین، فرید ملک، حمزه هوتک او شریف الدین اشرف شامل دي.))

د یادولو ده چې دغه روزنیز کمپ تر راتلونکې یوې میاشتې پورې دوام ومومي چې د روزونکو په وینا، په یاد روزنیز کمپ کې به د لوبغاړو پر پیاوړتیا، غوره توپ اچونې او توپوهنې او د راتلونکو ټولو سیالیو لپاره د دوی پر پوره چمتووالي کار وشي.

که څه هم سږ کال د کرونا له امله یو شمېر ملي او نړیوالې سیالۍ لغوه شوې، خو ټاکل شوې چې ددې زیږدیز کال په اوږدو کې دشل اووریز کرکټ نړیوال جام سیالۍ ترسره شي، دغه راز افغانستان به له اسټرالیا سره د ټسټ لوبه هم ترسره کوي.​

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version