ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي مشارکت ګوند: په افغانستان کې دې د ایران ټول فرهنګي او ټولنیز مرکزونه وتړل شي

9 Jun 2020 - 13:48
9 Jun 2020 - 13:48

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹): د ملي مشارکت ګوند په کابل کې د ایران سفارت مخې ته د لاریون په ترسره کولو سره له حکومته وغوښتل څو له سفارت او او قونسلګرۍ پرته نور ټول فرهنګي او ټولنیز مرکزونه چې تر ډېره استخباراتي فعالیتونه لري، وتړي.

له څو ورځو را په دېخوا په خواله رسنیو کې یو تصویري کلیپ لاس په لاس کېږي چې په ایران کې د افغان کډوالو یوه موټر ته اور ورکړل شوی او یو افغان ځوان چې په دې پېښه کې ټپي شوی، له ایراني ځواکونو اوبه غواړي خو څوک ورته اوبه نه ورکوي.

د راپورونو پر بنسټ د تېرې اونۍ د چهار شنبې ورځ د ۱۳ افغان کډوالو موټر د ایران په یزد ښار کې اور واخیست چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلواماتو له مخې، په دې پېښه کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. ځیني نور لا هم نادرکه دي.

هغه تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښکاري چې د سپرلیو یوه موټر اور اخیستی او څو سپاره د سوځېدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت مخکې د ایران پوله ساتو ځیني افغانان د هریرود سیند ته وغورځول چې یو شمېر مړه او ځیني ټپیان شوي وو.د یادونې ده چې په تهران کې د افغانستان سفیر د افغان کډوالو موټر له سوځېدو وروسته د پېښې سیمې ته ولاړ، له ټپیانو او د ایران د یزد ښار له مسوولینو سره یې هم لیدنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ولسمشر اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې ده چې دغه پېښه دې له ډیپلوماتیکو لارو وڅېړي.

نن د نجیب الله کابلي په مشرۍ د ملي مشارکت ګوند لسګونه پلویانو د نوي ښار له پارکه بیا د ایران سفارت تر دروازې پورې پورې لاریون وکړ او د مرګ پر ایران، مرګ په اخندانو او مرګ په خمیني شعارونه یې ورکول.

کابلي له رسنیو سره په خبرو کې وویل: ((د ایران ظالم رژیم په مکرر ډول د افغانانو پر وړاندې د جنایت مرتکب کېږي او په دې وروستیو کې یې زموږ له بېګناه خلکو سره تر ټولو ناوړه او غیر انساني جنایت ترسره کړی دی، یو شمېر کډوال یې په بې رحمۍ سره د هریرود په سیند کې وغورځول او ځیني نور یې په یزد کې په وحشیانه ډول وسوځول.

هغه زیاته کړه: ((سره له دې چې ایران ځان ته اسلام هېواد وايي خو د افغان کډوال دردوونکې چیغې چې په اور او دود کې پروت و، ویل یې ((لږ اوبه راوړئ چې وسوم)) د ایران د ظالم رژیم د جنایت ژوروالی ښيي.

نوموړي په دوام زیاته کړه: ((د ایران رهبر خامنه يي په ډېرې بېشرمۍ راځي، د امریکا د دولت چلند له خپلو خلکو سره نقدوي، خو هغه جنایتونه چې د خپلو سترګو پر وړاندې یې رامنځته کېږي، هغه ټول نا لیدلي نیسي.))

هغه د ایران دغه کړنې وغندلې او له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او د اسلامي هېوادونو له کنفرانسه غواړي چې د دغه جنایت عاملینو ته په نړیوالو محکمو کې په سزا ورسوي څو د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران غیر انساني کړنې راکمې شي.کابلي وویل: ((موږ د مشارکت په حزب کې پرېکړه وکړه څو د یران ټول فرهنګي او اجتماعي مرکزونه چې په افغانستان کې فعالیت لري او ډېری یې په استخباراتي کارونو بوخت دي او د سپاه پاسداران لپاره کار کوي، د حکومت له لوري یې باید فعالیتونه ودرول شي.))

هغه وايي، دوی دغه غوښتنه د یوه لیک له لارې د افغانستان د حکومت له رهبرۍ سره هم شریکه کړې څو یوازې د ایران سفارت او قونسلګریو ته اجازه ورکړل شي او نور مراکز دې وتړل شي، ځکه ډېری یې د فعالیت جواز نه لري او تخریبي فعالیتونه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version