ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو له افغان چارواکو سره خبرې وکړې

9 Jun 2020 - 17:59
9 Jun 2020 - 17:59

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹): د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له بین الافغاني مذاکراتو مخکې د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران په ناڅاپي ډول کابل ته راغلل او له افغان مشرانو سره یې پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه په مشرۍ دغه پلاوی نن له غرمې لږ مخکې په یوه ځانګړې الوتکه کې کابل را ورسېدل، په دغه پلاوي کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس ای مشر جنرال حمید او د افغانستان لپاره د دغه هېواد نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی محمد صادق خان هم شامل و.

له ارګه د غبرګولي په ۲۰مه پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوي غرمه مهال له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان سولې پروسې، له دې پروسې د پاکستان پر ملاتړ او دا چې د ددواړو هېوادونو خاورې د یو بل پر ضد نه کارول کېږي، خبرې او بحثونه وشول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر کابل ته د خپل سفر په اړه خوښي وښوده او په ډاګه یې کړه چې هېواد یې دیوه خپلواک او ولسواک افغانستان ملاتړ کوي.

سرچینې ویلي چې ددې لیدنې جزئیات به وروسته ددواړو هېوادونو  د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا په ګډه اعلامیه کې خپاره شي.

بلخوا د پاکستان دغه پلاوي له غرمې وروسته د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله سره په داسې حال کې لیدلي چې د افغان مرکچې پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم شتون درلود.

د یادې شورا له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال باجوه د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د  افغانستان دسولې له هڅو خپل ملاتړ اعلان کړ.

باجوه زیاته کړې چې هېواد یې چمتو دی د  افغانستان سولې پروسه کې له نږدې مرسته او همکاري وکړي.

هغه هیله څرګنده کړه چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل شي او دواړه لوري د اوربند او جګړې پای ته رسېدو لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله په دې لیدنه کې ویلي چې د سولې لپاره استثنایي فرصت ترلاسه شوی او افغان حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره خبرې ژر پیل کړي.

له دې مخکې د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره له لیدنو وروسته اسلام اباد ته سفر وکړ او له جنرال باجوه سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version