ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې لاریون کوونکو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خامنه یي عکس وسوځاوه

10 Jun 2020 - 16:36
10 Jun 2020 - 16:36

جلال اباد (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۹): په ننګرهار کې د همبستګۍ ګوند غړو چې مېرمنې هم په کې وې د ايران کونسلګرۍ مخې ته يې د دغه هېواد پر ضد لاريون وکړ او له افغان کډوالو سره يې د ايراني چارواکو وروستی چلند د داعش او طالب وسله والو د اعمالو په څېر ياد کړ.

جلال اباد کې د ایران کونسلګرۍ مخې ته د غبرګولي په ۲۱مه چې د لاریون کوونکو په ډله کې مېرمنې هم وې، ویل ایران په مزدورۍ پسې وتلي افغان کډوال وژلي او ټپیان کړي دي. لاریونوالو چې ایران ضد شعارونه یې په لاسونو کې وو، د دغې قضیې د جدي څېړنې غوښتنه کوله، خو له کونلسګرۍ هیڅوک ور ونه وتل.

لاریونوالو د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنه يي عکس ته اور هم ورته کړ او ویې ویل، که هلته پر افغان کډوالو دغسې حالات دوام وکړي نو مظاهرې به پراخې کړي.

د لاریون ګډونوال او د همبستګۍ ګوند غړی احمد شرق وايي، په دې خاطر راټول شوي چې د ايراني حکومت هغه کړنه وغندي چې پر افغان کډوالو خپله خاوره کې ظلمونه کوي.

دی وايي، پر ګاونډي فرض ده چې د ګاونډي خدمت وکړي، خو ايران برعکس پر هغو افغانانو چې د مزدورۍ لپاره دغه هېواد او يا هم د دې هېواد له لارې نورو هېوادونو ته ځي، وحشيانه ظلمونه پرې کوي، کله يې اوبو ته غورځوي او کله يې په اور سوځوي.

دا لاریون په ایران کې د هغو افغان کډوالو د مرګ ژوبلې په غبرګون کې و چې ایراني ځواکونو په یزد ولایت کې ویشتلي وو.

د لاریون یوې بلې ګډونوالې زهرا افغان حکومت پړ وګاڼه چې ګنې د دغې قضیې په اړه یې له ایراني چارواکو سره سپینې خبرې نه دي کړي او خپل سفیر یې یوازې د ټپیانو پوښتنې ته ورلېږلی و.

هغې وويل: ((افغانان بايد يو لاس شي، خپل غږ پورته کړي، هغوی بايد په افغانانو باندې رحم وکړي، افغانان هلته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره ځي، دوی بايد محکوم شي، قاسم سليماني وژل کېږي دوی ورځي هلته سفارت کې ورته ژاړي، خو افغان وژل کېږي دوی چپ پاتې کېږي. دا لپاره غټ شرم دی.))

تېره ورځ ولسمشر غني هم ایران کې د افغان کډوالو پر موټر د شوې پېښې د څېړنې غوښتنه کړې وه او ویلي یې و چې د دواړو هېوادونو ډیپلوماټیکې مراجعې به د دغې مسئلې تحقیق وکړي.

د ایران په یزد ولایت کې د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو پر موټر ډزو کې درې کسان وژل شوي وو او پنځه نور ټپیان وو چې څه یې سوځېدلي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version