ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست راتلونکې اوونۍ ولسي جرګې ته وغوښتل شو

10 Jun 2020 - 15:55
10 Jun 2020 - 15:55

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۹) :  د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د کرونا ضد مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت پر فعالیتونود نیوکو ترڅنګ پرېکړه وشوه، چې راتلونکې اوونۍ د عامې روغتیا سرپرست وزیر ور وغوښتل شي.

د ولسي جرګې د نن د غبرګولي په ۲۱مه، د عامې روغتیا وزارت پر فعالیتونو بحث وکړ، د نیمروز وکیل ګل احمد نورزاد وویل چې د کرونا وبا ډېره خپره شوې، خو د عامې روغتیا وزارت ټول پروګرامونه د کاغذ پر مخ دي او عملي بڼه ډېره نه لري.

هغه زیاته کړه، چې له یوې خوا کرونا ناروغي په تیزۍ سره خپریږي، خو د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې چې د نیمروز سل بستریز روغتون ۵۰ بستریزو ته راټیټ کړي.

د غزني د خلکو استازې نفیسې عظیمي هم وویل چې د عامې روغتیا وزارت د کرونا د مخنیوي کوم خاص پروګرام په نظر کې نه لري.

د نوموړې په وینا، د کرونا ناروغان او د هغوی پایوازان له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي ، په روغتونونو کې اکسیجن او درمل نشته.

د ولسي جرګې نورو غړو هم نیوکه کوله چې د میلیونونو ډالرو مرستو سره سره هره ورځ د کرونا ناروغان د اکسیجن د نشتوالي له امله مړه کیږي.

د لوګر د خلکو استازي شاه حسین زوی وویل چې د کرونا پر ضد مبارزه د ځینو دولتي چارواکو لپاره د عاید سرچینه شوې او په مرسته شویو پیسو کې ستر فسادونه کیږي.

ده زیاته کړه : (( موږ څو وارې له عامې روغتیا وزارت څخه د لګول شویو پيسو اسناد غوښتي ، خو  هغوی حاضر نه دي چې معلومات شریک کړي.))

ګڼ شمېر وکیلانو په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست وزیر د استجواب غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې ټول دولتي چارواکي د ولس او ددوی استازو ته باید ځواب ورکوونکي واوسي .

هغه زیاته کړه چې د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت سرپرست باید د ولسي جرګې عمومي غونډې ته حاضر او د استازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

د عامې روغتیا و زارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې تر ۲۲ زرو ډېر کسان په کرونا اخته، تر ۴۰۰ زیات مړه او نږدې درې زره روغ شوی دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version