ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د هلمند د سنګین پخوانی ولسوال وژل شوی

12 Jun 2020 - 12:43
12 Jun 2020 - 12:43

کندهار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۹): د هلمند د سنګین پخوانی ولسوال سلیمان شاه نن له غرمې مخکې په کندهار کې په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.

هغه د خپلو دوستانو په فاتحه کې د ګډون لپاره کندهار ته راغلی و.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، نامعلومو وسله والو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په مشکوزو سیمه کې د هلمند د سنګین پر پخواني ولسوال هغه مهال ډزې کړې چې د خپلو دوستانو د فاتحې مراسمو ته روان و.

دی وايي، برید کوونکي له برید وروسته تښتېدلي دي خو پولیسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

سلیمان شاه له ۱۳۹۱ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۵ لمریز کاله د پنځو کلونو لپاره د هلمند د سنګین د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې وه، خو په دې وروستیو کې یې کومه دنده نه لرله.

په کندهار کې یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخیستی دی.

تېره ورځ هم د کاپیسا د امنیه قوماندان جنرال فرید مشعل ورور دویم څارن محمد نسیم اعتبار چې د کندهار د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د منطقوي کنټرول د مدیر په توګه یې دنده ترسره کوله هم په یوه ورته هدفي برید کې ووژل شو.

دغه راز تېره شپه د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د عینو مېنې د ماهیانو له فواري سره هم د یعقوب شاه په نوم یو کس په هدفي برید کې وژل شوی چې ویل کېږي ملکي وګړی دی.

د دغو پېښو په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي، خو په تېر کې د دغسې بریدونو مسوولیت تر ډېره وسله والو طالبانو په غاړه اخیست.

په کندهار کې له ډېر وخت راهیسې د هدف وژنو لړۍ روانه ده چې په کې نظامي او ملکي کارکوونکي، قومي مخور، دیني عالمان او نور په نښه کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version