ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا ریاست: پکتیا کې نږدې ټول خلک پر کرونا اخته دي خو درمل او اوکسېجن نشته

14 Jun 2020 - 16:09
14 Jun 2020 - 16:09

ګردېز (پژواک، ۲۵ غبرګولى ۹۹): د پکتيا د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د کرونا ناروغي په دغه ولايت کې په بېساري ډول د خپرېدو په حال کې ده خو دوى پر اکسېجن سربېره د درملو او بسترونو له کموالي سره هم مخ دي.

دوی دغه حالت ننګونکی بولي او وايي چې له دې امله د مړينو کچه هم زیاته شوې او په تېره يوه اوونۍ کې يې لسګونه کسان مړه کړي دي.

ډاکتر محمداصف احمدزی چې په ګردېز ښار کې شخصي کلينيک لري، وايي هره ورځ ورته د بېلابېلو سيمو لسګونه ناروغان مراجعه کوي چې په خبره يې غوڅ اکثريت يې پر کرونا اخته دی.

احمدزی په بازار کې د درملو کمېدو اندېښمن کړی او له دولته غواړي چې له خصوصي سکتور سره په همغږۍ د اکسېجن او درملو رسولو ته جدي پام وکړي.

نوموړي زياته کړه:((زموږ حوزوي شفاخانه کرونا ناروغان نه اخلي، له دې ځايه زه هره ورځ څلور، پنځه ناروغان چې اکسېجن يې له ۶۰ څخه ښکته وي، لېږم، خو هغوی ترې معذرت غوښتی او ورته يې ويلي چې د کرونا روغتون ته ولاړ شئ، خو هغه هم ډک دی.))

مدني فعال زهيرخان انګار پر عامې روغتيا وزارت نيوکه کوي چې د ناسم مديريت او فساد له امله يې په هېواد کې پر شته اسانتياوو او بهرنيو مرستو سربېره هم د حالت په کابو کولو کې پاتې راغلی.

انګار پژواک ته وويل:((خلک هم د دغه ويروونکي حالت مسوول دي، هيچا قرنطين، فاصله او وقايوي تدابير عملي نه کړل، هيچا د ماسک کارول جدي ونه ګڼل، ان اوس يې هم نه ګڼي، دغه حالت بايد کنټرول شي، متاسفانه کرونا هره ورځ ۱۵، ۲۰ کسان وژني.))

د ګردېز اوسېدونکی عارف افغان وايي چې په وروستيو کې ځيني ناروغان د اکسېجن له کموالي مړه شوي او ياده ستونزه تر اوسه پر ځای ده.

افغان وويل:((هغه ورځ زموږ يو ناروغ په روغتون کې و، خو اکسېجن نه و، په روغتون کې خو هسې هم دوا نشته، اوس په بازار کې هم ځينې دواګانې خلاصې شوې دي.))

بل لورته د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت خان احمدزی هم روان حالت ته اندېښمن دی او له خلکو د همکاري غوښتنو په لړ کې غواړي چې له ګڼې، ګوڼې جوړولو ډډه وکړي.

احمدزي پژواک ته وويل چې پر ياده ناروغي اخته کسان دې وارخطا کېږي نه او پر مايعاتو سربېره دې موسمي مېوې هم وخوري.

نوموړي زياته کړه:((د پکتيا له ۸۰ــ۹۰ فيصده خلک پر کرونا اخته شوي، ټول خلک همدا شکايت او تبې او دردونه لري، سمپل او ټيسټ نه پسې رسېږي، د کلينيکي اعراضو او علايمو له پلوه يې د اصولو په نظر کې نيولو سره هر څوک تداوي کولای شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version