ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رسنیو او ژورنالېستانو ټولنو پژواک ته د «اتلۍ رسنۍ» لقب پر ګټلو مبارکي وویله

15 Jun 2020 - 21:39
15 Jun 2020 - 21:39

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹) : په افغانستان کې د خبریالانو یو شمیر ټولنو پژواک خبري اژانس ته د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان له خوا د کرونا په اړه “د اطلاعاتو رسولو” د اتلې رسنۍ لقب ورکول ستایلی او مبارکي یې ورکړې ده.

د یاد سازمان له خوا د غبرګولي په ۲۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په ټوله نړۍ کې دېرش رسنۍ او دېرش خبریالان د کرونا ویروس په اړه د معلوماتو او اطلاعاتو رسولو اتلان اعلان کړي دي.

د بې پولې خبریالانو د سازمان له خوا په افغانستان کې پژواک خبري اژانس او د طلوع نیوز ټلوېزیون خبریاله انیسه شهید په دې اتلانو کې راوستي دي.

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې هر بحران له ځانه سره اتلان زېږوي او له همدې امله د کرونا په وبایي حالت کې په نړۍ کې یو شمیر رسنۍ او ژورنالېستان شته چې کرونا د هغوی د کار پر وړاندې خنډونه پیدا نه کړای شول.

په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو ټولنو، دولتي چارواکو، بهرنیو سفارتونو، د رسنیو مشرانو، مدني فعالانو او عامو خبریالانو پژواک ته د دغې لاسته راوړنې مبارکي ورکړې ده.

په افغانستان کې د سویلي اسیا د ازادو رسنیو ټولنې (سفما) او افغان میډیا کلب په یوه ګډه اعلامیه کې پژواک او طلوع ته مبارکي ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلی: «دا د خوښۍ ځای دی چې یوځل بیا پژواک خبري اژانس د نورو افغان رسنیو ترڅنګ د هر ډول ستونزو په ګاللو سره خپل رسنیز مسوولیت په پوره مسلکیتوب، کلک هوډ، او په بې پرې توګه تعقیب او دا دی نن یې په رسنیز ډګر کې د بې پولې خبریالانو د بنسټ له خوا د نړۍ د ۳۰ هېوادونو د هغو رسنیو په ډله کې اتلولي ترلاسه کړه چې د سختو او ګواښوونکو شرایطو په حال کې يې د کرونا په اړه پر وختکره او زړورتیا سره خبري پوښښ درلود او په عالي ډول یې اطلاع رسونه کړې ده.»

سرچینې زیاته کړې چېپژواک له ۲۰۰۴ کال راهیسې د ازاد رسنیو په برخه کې د باور وړ او مسلکي رسنۍ ده، چې تراوسه نه زر او نه هم زور ته تسلیم شوې، بلکې په بې پرې او دقیق مسلکي مزل سره یې کار ته دوام ورکړی او د هېواد په کچه د خپلواکو رسنیو په لومړي کتار کې ځای لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ادارې یاده بریا د خپلواکو رسنیو کورنۍ ته دا ډاډ ورکوي چې د پژواک په ګډون خپلواکې رسنۍ په افغاني ټولنه کې خپل څرګند او اغېزمن مقام لري او نړیوال یې په کار حساب کوي.

سرچینې ویلي، پژواک په بېلابېلو برخو کې اغېزمن خبري پوښښ لري، د افغانانو ترڅنګ نړیوال وخت په وخت د افغانستان د تازه حالاتو په اړه د دغې رسنۍ د خبري پوښښ له لارې ځان خبروي او په خپرو شویو سرویسونو یې قضاوت کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (NAI) هم پژواک او انیسه شهید ته مبارکي ویلې ده، د نی په اعلامیه کې راغلي دی: پژواک د افغانستان لوی خصوصی خبري اژانس دی او له هغه ځایه چې دا رسنۍ د نړی د اطلاع رسونې  په ۳۰ اتلانو کې ځای موندلی دا کولای شي د افغانستان د رسنیو د ټولنې لپاره د فخر باعث وګرځي.

بله خوا دافغانستان د ژورنالستانو دفاع کمیټه ” CPAJ” د بې پولې ژورنالېستانو ټولنې له خوا پژواک خبری اژانس ته له کرونا ویروس سره د مبارزی او په دغه برخه کې د زړورې او فعالې راپور ورکونې په ویاړ د زړورتیا په دیرش نومیز لست کې د راتللو مبارکي ورکړې ده.

په کابل کې د کابل پریس کلب ادارې هم د کرونا وبا پر وړاندې د اطلاع رسونې اتلانو ته مبارکي ورکړې ده.

د کابل پریس په خبرپاڼه کې راغلی چې کابل پریس کلب د طلوع نیوز خبریالې انیسه شهید او پژواک خبري اژانس ته د بې پولې خبریالانو ادارې له لوري د کووید –۱۹ ناروغۍ پرمهال د اطلاع رسونې د ۳۰ اتلانو په لیست کې د راتګ له کبله مبارکي وایي او دلا بریاوو هیله یې کوي.

سرچینې زیاته کړې، د کابل پریس کلب اداره ویاړي چې له دردمن افغانستان څخه د اطلاع رسونې د ډګر اتلان لري.

سرچینه زیاتوي: «موږ په ټول توان سره په افغانستان کې د بیان آزادۍ له اتلانو او ټولو خبریالانو ملاتړ کوو تر څو افغانستان ته د رسنیو له لارې ښه خدمت وکړی شي.»

د افغانستان د ګهیځ ژورنالستانو ټولنې هم ‎پژواک خبري اژانس  ته مبارکي ورکړې ده.

د دغې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه په داسې حال کې چې د دغه بریا او اتلولي له امله د پژواک رییس، اېډېټرانو او ټول ټيم او د دې ویاړلې اژانس ټولو کارکونکو ته مبارکي وایې، دا اتلولي د ټولو افغاني رسنیو لپاره  یو ویاړ ګڼي او پژواک او کار کونکي یې دې تل بریالي وي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم پر دې لاسته راوړنې پژواک خبري اژانس او طلوع ته مبارکي ورکړې ده.

دغه مرکز زیاته کړې چې د افغانستان رسنۍ او په ځانګړې توګه طلوع او پژواک په سختو شرایطو کې خلکو ته د اطلاع رسولو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی دی.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې هم پر دې لاسته راوړنې پژواک ته مبارکي ورکړې.

دغې ټولنې ویلي چې د یادو رسنیو کارکوونکو د خپل سر په بیه په سختو شرایطو کې خلکو ته معلومات رسولي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د پژواک رییس دانش کړوخیل او ټولو کارکوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې دوی په سختو کرونایي شرایطو کې د کار کولو مبارکي ورکوي.

د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخیل د یادو سرچینو د مننې ترڅنګ، وایي چې د پژواک ډېرو کارکوونکو د قرنطین او د کرونا د خپریدو په حالاتو کې سخت کار او فعالیت کړی دی.

هغه وایي دی او شاوخوا ۱۵ کارکوونکي یې د دوه میاشتو لپاره ځانونه په دفتر کې قرنطین کړي وو او په سختو شرایطو کې یې خپلو کارونو ته ادامه ورکړه او هڅه یې وکړه چې هېوادوالو ته د کرونا په اړه په وخت او کره معلومات ورکړل شي.

کړوخیل وایي چې اوس هم یو شمیر همکاران د ټولو احتیاطي او وقایوي تدابیرو په پام کې نیولو سره هره  ورځ کنفرانسونو او ساحو ته ځي او خلکو ته د معلوماتو وړاندې کولو او اطلاع رسولو کې خپل رسالت ترسره کوي.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version